د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان کړی چې د یوه هوایي برید پرمهال یې، د کارائیب سمندر په نړیوالو اوبو کې د نشه‌یي توکو یوه کښتۍ، ویشتلې چې له امله یې، د «ترن د اراگوا» ډلې پورې تړلي ۱۱ کسان وژلي دي.

ټرمپ ویلي، دغه برید سه‌شنبه، سپټمبر دویمه شوی دی. نوموړي زیاته کړې چې یاده کښتۍ کې نشه‌يي توکي امریکا ته لېږدول کېدل.

ولسمشر یوه ویډیو هم خپره کړې چې په‌کې یوه چټکه موټري کښتۍ له توپاني اوبو تېریږي او بیا اور اخلي. هغه ادعا کړې چې دغه ډله په بشپړه توګه پېژندل شوې او د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ملاتړ تر شا لري.

 ټرمپ ویلي: «دغه برید زما په امر شوی او هېڅ امریکایي سرتېری ته زیان نه‌دی رسیدلی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


امریکا د روان کال په پیل کې د «ترن د اراگوا» ډله د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامله کړه. امریکايي چارواکو ویلي، دغه بانډ یا ډله، په نشه‌یي توکو قاچاق او غیرقانوني کډوالۍ کې مهم رول لري.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې امریکا څو ورځې مخکې خپله جنګي بېړۍ د کارائیب په سمندر کې ځای پر ځای کړې او دا یې د نشه‌یي توکو پر ضد جګړې یوه برخه بللې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام