د کندز د «باغمیر» سیمې اوسېدونکې فوزیه په تڼاکو لاسونو او لمر وهلې څېرې هره ورځ د خپلې کورنۍ د اقتصادي ملاتړ او ډېر کار لپاره له کومې ستړیا پرته خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هغه ۳۳ کلنه ده او ژوند یې له هڅو، صبر او استقامت څخه ډک دی.
فوزیه چې په کومه ځمکه کې کرکیله کوي، د دې اړوند نهده، خو له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې یې په پوره انرژۍ او ټول توان خپل زیار ته دوام ورکړی.
د حوت او حمل په میاشتو کې پالک، ګشنیز او نعنا کري او وروسته بیا د غنمو، اوربشو، جوارو، وریجو، هندواڼو، خربوزو، پیازو او رومیانو کښت کوي.
دغې مېرمنې د خپل کور په حویلۍ کې هم کورنۍ باغچه جوړه کړې چې د انګورو تاکونه او د شفتالو نیالګي یې په کې کېنولي.
«په حوت میاشت کې پالک، ګشنیز او نعنا کرم. ورپسې د غنمو، جوارو او وریجو کښت کوم. خربوزه هندواڼه او داسې نورې مېوې خلک کري. زموږ په خپله ځمکه کې یو څو شیان شته لکه رومي، پياز، باغ او لږ لږ شفتالو او انګور. محصولات ښه دي او موږ له خپلو حاصلخېزو ځمکو ښه ګټه اخلو. موږ له ژوند څخه راضي یو، دومره کار کوو چې ژوند مو له ستونزو سره مخ نه شي. موږ په خپل ژوند خوښ او راضي یو.»
خو فوزیه د وچکالۍ له پراخېدو اندېښنه لري او وايي، د اوبو کمښت له امله کروندګر نور وریجې نه شي کرلی.
هغه زیاتوي چې اړتیا ده یا ژورې څاګانې وکیندل شي، یا دې د لمریزې برښنا سیسټمونه برابر شي، ترڅو ځمکې بیا زرغونې شي.
«دامهال ډېرو ځایونو ته اوبه نه رسیږي. د اوبو له کمښت له امله زموږ رومي وچ شوي، یانې اوبه نهلري. اوبه ډېرې کمې شوي. دا اوس د وریجو کرلو لپاره هم اوبه نه رسیږي، نو ډېرو خلکو وریجې نه دي کرلي. په دې سیمه کې د ویجو پر ځای مۍ کرل شوي. خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او حکومت باید خلکو سره مرسته وکړي، لکه د سولر یا د څاګانو کيندلو په برخه کې.»
فوزیه د کرنیزې بوختیا تر څنګ، د کور د کارونو مسؤلیت هم پر غاړه لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړې وايي: «ستونزې ډېرې دي او د کورنۍ چارې هم شته. موږ کور ته راځو، هلته د ډوډۍ پخول، کالو مینځل او نور ټول کارونه د یوې ښځې پر غاړه وي. فرض کړئ چې یوه ښځه ټول کارونه ترسره کوي. موږ له مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوو چې همکاري وکړي او د ښځو لپاره اسانه دندې او فرصتونه برابر کړي، لکه خیاطي، غوا پالنه، مالداري او دوکانداري. داسې فعالیتونه برابر کړي چې ښځې ورته اسانه لاسرسی ولري.»
فوزیه له ترخې مسکا سره وايي، کله ورته د یو نارینه کارګر پیدا کول هم ډېر ستونزمن شي او که پیدا هم شي، هغه ته د ورځني مزد ورکړه یې د دې له توان پوره نه وي.
سره له دې ټولو فوزیه کرنه د خپل یوازیني عاید سرچینه او د خپل ژوند د دوام لاره ګڼي.
فوزیه وايي، ټولنیز شرایط او کله نه کله د محرم نشتون، ددې لامل شوي چې پر وړاندې غلطې انګېرنې واوري او یا هم ډېر کله ځوانې مېرمنې نشي کولای په ارامۍ سره کار وکړي.
له ټولو ننګونو سره سره فوزیه نورې مېرمنې هم کار ته هڅوي. نوموړې په کرنه کې کار د خپل ځان لپاره ویاړ ګڼي، خو د هغو مېرمنو له حالت څخه هم یادونه کوي چې د مالوچو راټولو پرمهال تر سخت فشار او زیاتې تودخې لاندې یې ان خپل ژوند له لاسه ورکړ.
«زه تل ښځې هڅوم چې کار وکړي، زحمت وباسي او بېکاره پاتې نهشي. لمر ډېر تود وي او ګرمي وي، یو دوه مېرمنې مې پېژندې چې زموږ په سیمه کې یې فعالیت کاوه. هغوی به ایزاخیل او د گل گل تپې سیمه کې یې مالوچ راټولول. یوه ښځه د مالوچو راټولولو پر مهال مړه شوې وه.»
فوزیې له ټولو ستونزو سره خپله حوصله نه ده بایللې او کار ته یې دوام ورکړی.
نوموړې وايي، خپل راتلونکي ته هیله منده ده. فوزیه د زرګونو هغه افغان ښځو استازولي کوي چې په ځواکمنو لاسونو او کلک عزم، نورو مېرمنو ته د هیلو ژوندۍ ساتلو او انګېزې پیغامونه ورکوي.


