افغانستان په وروستیو پنځو لسیزو کې ګڼ او ژور سیاسي تحولات لیدلي چې له سلطنتي نظام نیولې تر جمهوري‌پلوه، کمونستي، مجاهدین، جمهوریت او اوس هم اسلامي امارت، خو دې برخه کې تر ټولو ډېر زیان د افغانستان ځوان نسل ته رسېدلی.

د سرپرست حکومت د څلورم کال له پایته رسېدو سره هم‌مهاله، سلام‌وطندار د افغانستان د تېرو ۵۰ کلونو د بدلونونو په بهیر کې د ځوانانو د ونډې په اړه یوه څېړنه کړې.

دغه څېړنه چې د ۱۲ تاریخ‌پوهانو، پوهنتون استادانو او سیاسي شنونکو پر تحلیلونو ولاړه ده، څرګندوي چې د افغانستان ځوانان د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمر‌لرونکي د لویو سیاسي بدلونونو په کچه د رهبرۍ رول لرلی او هم د دغو بدلونونو تر ټولو ستر قربانیان ګرځېدلي دي.

موږ د ظاهرشاه د سلطنت له دورې، یعنې د څلوېښتمې لسیزې له پيل څخه خبرې کوو. هغه مهال چې د لومړي ځل لپاره اساسي قانون تدوین شو او کابل پوهنتون د ځوانانو د فکري او سیاسي فعالیتونو پر مرکز بدل شو. په همدې دوره کې د کیڼ، ښي او اسلام‌پاله فکري جریانونه د محصلینو ترمنځ راپیدا شول.

د سیاسي مسایلو کارپوه سید عبدالمقدم امین  په دې اړه وایي: «افغانستان کې، په ځانګړې توګه د ډموکراسۍ په لسیزه کې، ځوانان چې د «زلمیان» یا «بیداره ځوانانو» په نوم یادېږي، خورا اغېزناک رول درلود. په تېرو څلورو کلونو کې یې په ځانګړې توګه د هېواد په سیاسي او ټولنیزو بدلونونو کې فعاله ونډه درلوده. د شوروي اتحاد، متحده ایالاتو او ناټو پر وړاندې یې د حق‌لټونې مبارزې په مخکښو لیکو کې اصلي محرک ځواک وو. له همدې امله د ځوانانو رول د اغېزناکې او فعاله ځواک په توګه ډېر لوړ ارزښت لري.»

ځینې شخصیتونه لکه ډاکټر نجیب‌الله، احمدشاه مسعود او ګلبدین حکمتیار ټول هغه کسان دي چې په ځوانۍ کې یې د سیاست په ډګر کې ونډه اخیستې او د هېواد په معاصر تاریخ کې مهم رولونه لوبولی دی.

د سیاسي چارو کارپوه اجمل زرمتی ټینګار کوي چې د کابل پوهنتون د بېلابېلو فکري او سیاسي جریانونو د رامنځته‌کېدو مرکز و او دا واقعیت ښيي چې ځوانان هم د فکري مشرانو په توګه او هم د تطبیقي او عملیاتي ځواک په توګه په ټولو سیاسي بدلونونو کې حضور درلود.

هغه وویل: «سربېره پر دې، د کابل پوهنتون د ځوانانو د سیاسي فعالیتونو مرکز و او له همدې ځایه د اسلام‌پالو ډلو او د خلق او پرچم کیڼ اړخو ګوندونو وده وکړه. په وروستۍ دوره کې د ظاهرشاه د سلطنت پرمهال د مطبوعاتو د ازادۍ او د ګوندونو د جوړېدو حق رامنځته شو.»

خو د ځوانانو دا سیاسي حضور او ګډون د کابل پوهنتون څخه ډېر دوام ونه موند. د داوودخان کودتا او ورپسې د ثور اوومې  کمونیسټي انقلاب ټول د ځوانانو په مشرۍ ترسره شول، خو همدغه ځوانان ډېر ژر، د بندي‌کېدو او اعدام سره مخ شول.

محمدداوود خان د جمهوریت د پیل پرمهال پر محصلینو او ځوانو افسرانو تکیه وکړه او هغوی یې دولتي مقامونو ته ورسول؛ خو په تدریجي ډول یې د ځوانانو سیاسي فعالیتونو، په ځانګړې توګه د اسلام‌پالو او کیڼ اړخو ډلو فعالیتونو ته بدبیني پیدا کړه او د هغوی د مشرانو د نیولو او اعدام له لارې یې د سرکوب سیاست لاره ونیوله.

دغه چلند د دموکراتیک خلق ګوند ځوانو پوځي غړو ته چې په پیل کې ملاتړ کوونکي وو، د دښمنانو نقش ورکړ او په پایله کې یې د ۱۳۵۷ کال د ثور کودتا ته لار هواره کړه. د دې پېښې وروسته، داوودخان او د هغه کورنۍ ووژل شول او د تاوتریخوالي او جبري مهاجرت اوږده دوره پیل شوه؛ یوه داسې دوره چې ځوانان پکې هم د بدلون عاملان او هم د اصلي قربانیانو په توګه پېژندل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سیاسي چارو کارپوه اجمل زرمت  وایي: «د داوود خان واک ته رسېدل هم د ځوانو حلقو له ملاتړ سره مخې ته راغلل چې ډېری یې د ښي اړخو او کیڼ اړخو ګوندونو پورې تړلي وو. وروسته کمونیستان واک ته ورسېدل او د دموکراتیک خلق ګوند یې جوړ کړ چې په‌کې هم د پوهنتون ځوانان او هم پوځي او ښاري ځوانان شامل وو.»

د افغانستان تاریخ لیکونکی او څېړونکی شهسوار سنگروال وایي: «هغه کودتا چې د محمدداوود خان د دورې پرمهال وشوه، په‌کې ځوانانو مهم رول درلود. د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه میاشت کې بدلون راغی او د پوځي لید له مخې ټول ځوانان د ۲۰ څخه تر ۳۰ کلونو عمرلرونکي وو. په سیاست کې هم ځوانانو د مشرانو په پرتله ډېر اساسي رول درلود او سپینږیري په اقلیت کې وو. د سیاسي، پوځي او علمي نظره اصلي محرکه ځواک ځوانان وو او ځوانانو د نظام په بدلون کې کلیدي ونډه اخیستې ده.»

د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومې کودتا وروسته، هغه حکومت چې د دموکراتیک خلق او پرچم ګوند په ځوانانو د ملاتړ سره واک ته رسېدلی و، ژرترژره یې د دغو ځوانانو ځپل پیل کړل. د پلچرخي زندان د محصلینو او مخالفو ځوانانو د شکنجې او اعدام مرکز وګرځېد او وروسته د پرله‌پسې وژنو لیستونه افشا شول.

دغه حکومت چې د کارګر طبقې استازیتوب ادعا یې کوله، رښتینی ټولنیز بنسټ نه‌درلود او میلیونونه کسان یې قرباني کړل.

ځوانان چې په پیل کې د بدلون او ټولنیز عدالت هیله درلوده، د دې رژیم لومړني قربانیان شول او ګڼ‌شمېر یې یا ووژل شول یا اړ شول چې په جبري توګه کډوالۍ ته مخه کړي.

سیاسي کارپوه سید قریب الله وايي: «زموږ ځوانان ته په بېلابېلو دورو کې سخت زیان اوښتی، په ځانګړي ډول د کمونستي ایډیالوژۍ له لوري چې د سیاسي روزنې لپاره یې ځوانان ځپل او اجازه یې نه ورکوله چې ځوانان پرمختګ وکړي. ځوانانو ته ګواښونه کېدل، په زندانونو کې ساتل کېدل او تل مجبوره وو. ځوانان اړ شوي وو چې عسکر شي، یانې د حکومت سرتېري شي چې حقانیت یې نه درلود. ډېری ځوانان کډوال شول او فزیکي او فکري ځواک یې له منځه لاړ.»

د افغانستان ډېری ځوانان د مجاهدينو لیکو سره يو ځای شول، د چريکو جګړو او د اشغال پر ضد تبليغاتو له لارې یې د جګړې د اوږدېدو او د خلق او پرچم ګوند د حکومت په سقوط کې مهم رول ولوبوه.

خو له بریا وروسته، د کورنیو جګړو له پيل سره حالت لا پسې خراب شول.

کم شمېر ځوانانو په جهادي ګوندونو کې مهمې دندې ترلاسه کړې او له مقام او امکاناتو برخمن شول، خو ډېر نور له آزادۍ د ګټې اخیستو پر ځای له مرګ، کډوالۍ او نامالومې راتلونکې سره مخ شول.

تاریخ پوه عزیز معارج وايي: «د مجاهدينو دوره راورسېده، خو په دې دوره کې کورنۍ جګړې، لوټمارۍ، فساد، جنسي تېري زیات شول، د ښوونځيو او پوهنتونونو زده‌کړو ته پام ونه شو. دا دوره له وطن څخه د تېښتې دوره وه. ځوانان بې‌کار او بې‌سواده پاتې شول، روحیې او هیلې له منځه لاړې او يو محدود شمېر ځوانان چې پاتې شول، وسله یې پورته کړه او د هېواد جګړې او ويرانۍ ته یې دوام ورکړ.»

په دې ناارامیو کې، د امنیت تأمین او د جګړې پایته رسولو لپاره طالبان (اسلامي امارت) راڅرګند شو او د ټولنې یوې برخې توجه یې را جلب کړه.

ځوانانو د غربت، ناهیلۍ او سیاسي باورونو له امله د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو لیکو ته ورننوتل، یا د کډوالۍ او جګړو له امله یې خپل ژوند او راتلونکی له لاسه ورکړ.

د اسلامي امارت د لومړي حکومت په دوره کې سختو محدودیتونو ځوانان یا مقاومت ته اړ کړل او یا کډوالۍ ته مجبوره کړل. د اسلامي امارت د لومړي حکومت د سقوط (۱۳۸۰) او افغانستان کې د جمهوري نظام له جوړېدو وروسته، د زده‌کړې او کار لپاره نوې فرصتونه رامنځته شول، خو لا هم د ځوان نسل په یوې برخې د جګړې او محرومیت اغېزې پاتې شوې.

په شلو کلونو کې د جمهوریت پرمهال، د افغانستان ځوانانو په زده‌کړه، رسنیو، مدني ټولنې او سیاست کې مهم رول لوبولی، خو جګړې، فساد، په بهرنیو مرستو پورې تړلي پاتې کېدل او د حکومت کمزوري په ۱۴۰۰ کال کې د جمهوریت د سقوط او د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو لامل شو.

دغې پېښې یو ځل بیا د ځوانانو آزادي او فرصتونه محدود کړل او په پراخه کچه یې ځوانان کډوالۍ ته اړ کړل.

د سیاسي مسایلو کارپوهان سید قریب الله سادات او سلیم پیګیر پر ځوانانو د سیاسي بدلونونو اغېزو په اړه وايي: «متاسفانه چې د امان‌الله خان د دورې له سقوط را وروسته د افغانستان په وضعیت کې د ځوانانو رول هغسې چې اړتیا وه کم وو او فرصت نه دی ورکړل شوی، د حکومتونو او مشخصو کسانو تر انحصار لاندې وو او ځوانان تل ځپل شوي. زیاتره ځوانان کډوال شول، فزیکي او فکري ځواک له هېواده وتلی دی. د افغانستان په سیاست او ټولنه کې د ځوانانو رول تر ډېره نظامي پاتې شوی، نه سیاسي، ملکي یا فرهنګي. افغانستان کې ځوانان یوازې د نظامي اهدافو لپاره کارول کیږي او کله چې شرایط بدل شي، هغوی له صحنې بهر کېږي.»

«د تېرو پنځوسو کلونو په ټولو تحولاتو کې، ځوانانو سختې ضربې لیدلي. هم یې په جګړو کې د سون توکي رول ادا کړی او هم یې په فکري لحاظه قربانۍ ورکړي. د ثور له اوومې وروسته چې د خلق دموکراتیک ګوند (کمونیستان واک ته ورسېدل او یو خونړۍ کودتا یې وکړه، ځوانان د کیڼ اړخو افکارو تر اغېز لاندې راغلل چې اسلامي او افغاني فرهنګ ته یې سخت زیان واړوو. د مجاهدینو په جګړو او د شوروي پر ضد نښتو کې ګڼ شمېر ځوانان ووژل شول، شهیدان شول او زرګونه نور بې‌ځایه او کډوال شول.»

خو د کابل پوهنتون استاد عزیز احمد فانوس پر ځوانانو د سیاسي بدلونونو اغېزو په اړه بل لیدلوری لري.

د ده په باور، بهرني عوامل او د نورو هېوادونو لاسوهنې افغانستان کې د ځوانانو د ځای او رول په ټاکلو کې زیات اغېز لرلی دی.

«په تېرو سلو کلونو کې موږ دوه مهم عوامل څېړلی شو: داخلي عوامل او خارجي عوامل. زما په اند، بهرني عوامل ډېر ژور اغېز درلودلی، ځکه دوی د افغانستان پر سیاست او د خلکو پر افکارو پانګونه کړې. ډېر وخت پټې لاسوهنې شوي او له بده‌مرغه، افغانان ـ په تېره ځوانان ـ د وسیلې په توګه استعمال شوي. البته نه ټول، بلکې هغه ځوانان چې واقعي آزادۍ ته ژمن وو، هغوی بېله کرښه درلوده او هماغه وو چې ووژل شول. تر اوسه هم دا روښانه نه ده چې کوم لوری د کومې ډلې له لوري تمویلېږي او دا هم نه ده معلومه چې اصلي، واقعي ځوانان څوک دي.»

واک ته د اسلامي امارت له بیاځلې رسېدو را وروسته، څلور کاله کیږي چې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومې دي او اقتصادي بحران او د کاري فرصتونو نشتوالي د ځوانانو د کډوالۍ ستره څپه رامنځته کړې.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د راپور له مخې، له ۲۰۲۲م کال راهیسې نږدې ۸ میلیون افغانان له هېواده وتلي چې ۷۵ سلنه‌یې په ایران کې مېشت دي او هغوی د کار نشتوالی د خپلې کډوالۍ اصلي لامل بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام