د زابل د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د ځانګړو عملیاتو پرمهال ۴۳۰۰ کیلوگرامه نشه‌یي توکي او له نشه‌یي توکو سره اړوند کیمیاوي مواد له‌منځه وړي دي.

د زابل د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مدیر حافظ کریم‌الله نعمت سلام‌وطندار ته وايي، یاده اندازه مواد چې د وروستیو عملیاتو پرمهال ترلاسه شوي وو، له قانوني ارزونې وروسته نن «سه‌شنبه، چنګاښ ۱۷مه» د قلات ښار په یوې لرې سیمه کې سوځول شوي دي.

په له‌منځه وړل شویو موادو کې ۳۰۰ کیلوگرامه خام چرس، ۴۰۰۰ کیلو د نشه‌یي توکو د تولید بوټي او ۴۳۰ لیټره تیزابي مواد شامل دي چې د نشه‌یي توکو په تولید کې کارول کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دغو توکو د سوځولو پرمهال د زابل محکمې استازو، امنیتي او ملکي چارواکو او د یادو عملیاتو نورو مسوولانو ګډون درلود.

چارواکي وایي، د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزه به جدي او دوامداره وي، څو د دې ناوړه پدیدې پر وړاندې اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام