د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې د نشهيي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت د کشفي ارګانونو په همغږۍ، په باغران ولسوالي کې په پراخه کچه نشهيي توکي کشف او ضبط کړي دي.
دغه نشهيي توکي د باغران ولسوالي د پایسنګ په سیمه کې په یوه لوی باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوي.
د چارواکو په وینا، له نیول شویو توکو څخه ۲۵۰۰ کیلوګرامه سود، ۶۳۰ کیلو ګرامه چینه، ۳۹۹۶ کیلوګرامه مالګه، ۹۰۰ لیتره تېزاب او ۸۴۰۰ لیتره تیل دي. دغه توکي له یاده موټر سره یوځای ضبط شوي او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هلمند د امنیه قومنداني ویاند ملا عزتالله حقاني وايي چې د یادو نشهيي توکو نیونه د کشفي ارګانونو د دقیقو معلوماتو پربنسټ شوې ده.
د چارواکو په وینا، نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي او تمه ده چې د تحقیقاتو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته د قانوني چلند لپاره معرفي شي.