د پکتيا د پېښو پروړاندې د مبارزې رياست مسوولان وايي چې په مرکز ګردېز او دوو ولسواليو کې د اوبو مدیریت لپاره د شپږو پروژو چارې پيل کړې دي.

د یاد ریاست رییس نثاراحمد نجات نن شنبه، غبرګولي ۳۱مه سلام‌وطندار ته وويل چې د يادو پروژو له ډلې يې په مرکز ګردېز کې يو کانال او استنادي ديوال، دوه کانالونه او يو سربند په ځاځي اريوب‌ او يو استنادي ديوال په څمکنيو ولسوالي کې جوړېږي چې سلګونه متره اوږدوالی لري.

هغه وويل چې يادې پروژې د پېښو پروړاندې مبارزې رياست تر چتر لاندې مخته وړل کېږي چې لګښت يې د کډوالی نړيوال سازمان «IOM» له‌خوا برابرېږي او سلګونه کسانو ته به د کار کولو زمينه هم برابره شي.

په يادو مراسمو کې د ځاځي‌اريوب ولسوال رحمت‌ولي حميدي بیا وويل چې د بيارغونې، روغتيا او پوهنې برخه کې د خلکو ستونزو د حل ژمنه ورسره شوې ده.

د يادو پروژو پيل مراسمو کې يوه قومي مشر ولي ځاځی وويل چې په اوسني وخت کې د اوبو مهار او تنظيم دا ډول پروژې ډېرې ګټورې دي. هغه زیاته کړه چې په دې وروستيو کې وچکالي زياته او د اوبو کچه ټيټه شوې.

ده زياته کړه چې ځاځي‌اريوب يوه غرنيزه ولسوالي ده چې د اوبو د نشتوالي له امله يې ډېری ځمکې شاړې پرتې دي او د اوسنيو پروژو په پلي‌کېدو سره به ډېری ځمکې خړوبې او کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام