د لوګر یوشمېر بزګران وایي چې د کرنې د مکانیزه کولو او اوبو د اغېزمنې کارونې په موخه، کروندګرو د ځمکو د خړوبولو په موخه د څاڅکو په بڼه د اوبولګولو عصري سېسټمونو ته مخه کړې ده.

د لوګر  مرکز پل‌علم یوه بزګر روح‌الله سلام‌وطندار ته وویل، که څه هم دغه سېسټم یې له یوې خوا کارونه اسانه کړي، له بل لوري یې د اوبو د سپما او پر ځای لګولو برخه کې خورا اغېزناک رول لوبولی او فصلونه یې هم ښه وده کړې ده.

هغه له کرنې او مالدارۍ وزارت څخه غواړي چې د حاصلاتو بازارموندنې او سړې خونو د جوړولو برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې شي.

د دغه ولایت د کرنیزې اتحادیې مشر عیدمحمد روحاني سلام‌وطندار ته وویل: «قطره‌یي سیسټم د غرقاوي سیسټم په پرتله د اوبو سپما کې مهم رول لري، زحمت یې کم دی، او د بزګر لپاره کار اسانوي. یو بزګر کولای شي چې په یوه ورځ کې تر شلو جریبو پورې ځمکې اوبه کړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي د دې ولایت پر ټولو بزګرانو غږ وکړ، چې د اوبو د سپما او د خپلو ځمکو او کښتونو د اوبو کولو په موخه له قطره‌یي عصري او اغېزناک سیسټم څخه کار واخلي.

بل‌خوا د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر همراز سلام‌وطدار ته وویل، لوګر کې د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره قطره یې سېستم غوره پایلې ورکړي دي.
نوموړي زیاتوي، قطره یي سیسټم د اوبو مستقیم انتقال د نباتاتو ریښو ته رسوي او دا کړنه نه یوازې د اوبو سپما برخه کې ګټوره ده  بلکې د حاصلاتو کیفیت ته هم وده ورکوي.

همراز وایي چې د اوبو قطره‌يي سېسټم شاوخوا اتیا سلنه د اوبو له ضایع کېدو څخه مخنیوی کوي، د نباتي امراضو مخه نیسي او حاصلات لوړوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام