سلام‌وطندار د هېواد په یوولس ولایتونو کې له ایران او پاکستان بېرته راستانه شویو ۳۹ مېرمنو سره د دوی د ستونزو په تړاو مرکې کړې دي.

په دې مرکو کې یادو مېرمنو ویلي چې د ژوند له بېلابېلو کړاونو سره مخ دي. د یادو مېرمنو له ډلې یې، ۲۲ له ایران او ۱۷ له پاکستانه بېرته هېواد ته راستنې شوي چې د سرپناه، روغتیايي خدمتونو نشتوالي او نامعلومې راتلونکې سره مخ دي.

یادې مېرمنې زیاتوي چې تراوسه ورسره د حکومت له لوري د ځمکو وېش او نورو خدمتونو وړاندې کولو برخه کې یوازې ژمنې شوي او په وینا یې، پلي‌کېدو ته یې، سترګې پر لاره دي.

۴۰کلنه ګل بشره د کندوز اوسېدونکې او ۳۵کاله یېو پاکستان کې تېر کړي دي. دا وايي چې د ناامنیو او وزګارتیا له امله یې، هېواد پرېښی و. «ډېر په چغو راغلو، ما یوولس ورځې مې ډوډۍ ونه‌خوړه‎. چا مو غږ وانه‌ورېد. په زور یې، ووېستلو. کندوز ته ځو او پر سړک به یوو. که خېمه وای بیا به هم ښه وای، اوس دې اندېښمنه یم چې لاړ شو، هلته څه وکړو.»

۴۵کلنه قندي د بغلان اوسېدونکې ده او ایران کې یې، پنځه کاله تېر کړي، دا وايي: «بغلان ته ځم او کور په کور به ګرځوو، پیسې چې نه‌وی، کور چې نه‌وي، چېرته لاړ شو. ځای دې راکړي او روزګار دې جوړ کړي.»

د بې‌کورۍ له اندېښنو سربېره، یوشمیر راستنې شوې مېرمنې له جدي روغتیايي ستونزو سره هم مخ دي او وايي چې هېواد ته له راستنېدو وروسته روغتیايي خدماتو ته کافي لاسرسی نه‌لري؛ که څه هم د روغتیايي ننګونو حل لپاره یوشېمر ګرځنده روغتیايي ټیمونه شتون لري.

د کندوز اوسېدونکې ۳۰ کلنه زر بي بي وايي چې له راستنېدو راهیسې یې د خپلو ناروغو ماشومانو لپاره هېڅ درمل نه‌دي ترلاسه کړي. ۳۱کلنه نبیلا چې سرطان ناروغي لري، سلام وطندار ته وویل چې د درملنې لپاره به بېرته ایران ته لاړه شي.

زر بي‌بي وویل: «نن څلورمه ورځ ده، هېڅ ځای نه‌لرو چې هلته لاړ شو. ناروغ ماشومان مې دي او تراوسه یې، درمل نه‌دي ورکړي.»

نبیلا وویل: «زموږ لپاره تر ټولو لویه ستونزه دا ناروغي ده. ډاکټر مې په ایران کې دی. زما درملنه هلته ده. که شرایط مناسب وي او دوی کډوال ومني، زه به بېرته لاړه شم، څو زه خپل ډاکټر او زما درملو ته نږدې شم. ځکه ډاکټر باید هر شپږ میاشتې وروسته ما وګوري او معاینات وکړي. زه دومره لګښت نشم ورکولی چې زه باید په هرو شپږو میاشتو کې بېرته لاړه شم. زما لپاره د ویزې او پاسپورټ سره سفر کول ګران دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هېواد کې د ښوونې حق څخه محرومیت هم یوه بله ستونزه ده چې یوشمېر مېرمنې یې، اندېښمنې کړې دي. د هرات اوسېدونکې ۲۱کلنه مریم چې هېواد کې له سیاسي تحولاتو وروسته د خپلو زده‌کړو دوام لپاره هېواد څخه بهر تللې، وايي: «زموږ د تلو لامل د حکومت بدلېدل و، ځکه له زده‌کړو پاتې و، اوس وزګارتیا ده او دنده نه‌لرو، خور او ورور مې هم پاتې دي. اوس بې‌برخلیکه یوو.»

د پنجشېر اوسېدونکې ۵۴کلنه قندي‌ګل وايي چې د وزګارتیا له امله څلور کاله وړاندې ایران ته تللي وو چې په وینا یې، هلته له ناوړه وضیعت سره مخ شول.

هغې وویل: «خدای دې یو کس له خپل وطن څخه نه‌ لرې کوي. کله چې موږ لاړو، موږ ډېرې بدبختي ولیدلې. ماشومان مو پر سړکونو کې کار کاوه، خو دوی موږ ته سمه پیسې نه‌راکولې. موږ له ډېرو سختیو او بدبختیو څخه تېر شو. که شرایط مناسب وي، یوازینی شی چې زه یې کول غواړم هغه د خپل زوی قبر ته تلل دي. که نه نو، زه ایران نه خوښوم. زه غواړم ژر تر ژره د خپل زوی قبر ته لاړه شم.»

د ښځو حقونو فعالانې وايي، که دې وضعیت ته رسېدنه ونه‌شي، جدې ستونزې به رامنځته کړي. د ښځو حقونو فعالې فروزان فروتن وویل: «د ایران او پاکستان له مختلفو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو وضعیت ښه نه‌دی ځکه چې په هغو کمپونو کې چې دوی ورته راځي، د دوی لپاره هېڅ اسانتیاوې نشته. که دې کډوالو ته په وخت پام ونه شي، نو نه یوازې د دوی ماشومان به له زده‌کړو څخه محروم شي، بلکې ماشومان او مېرمنې به هم له ډېرو روغتیايي او رواني ستونزو سره مخ شي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي چې بېرته راستنېدونکو ته هر ډول امکانات برابر کړي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: «د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د اپرېل تر ۱۸ پورې، د ګاونډیو هېوادونو څخه ۸۷۱۹۴ کډوال هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې څخه ۷۰۰۰۰ له پاکستان څخه، ۱۶۹۰۰ له ایران څخه او ۲۵۶ له ترکیې څخه راغلي دي. د دې راستانه شویو کډوالو څخه، له ۴۹۰۰۰ څخه ډېر ماشومان او نږدې ۲۱۰۰۰ ښځې دي.»

یادونې وړ ده چې په تېرو کلونو کې خپاره شوي سروې ګانې او راپورونه هم ښیي چې په ایران او پاکستان کې ډېری افغان کډوال له نامناسب چلند او تاوتریخوالي سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام