بېکاري افغانستان کې د تحصیل کړیو ځوانانو پر وړاندې له جدي ننګونو شمېرل کیږي چې د خپلې راتلونکې په اړه یې د هغوی هیلهمندي کمرنګه کړې ده. له هغو ۱۹ ځوانانو سره چې تازه له پوهنتونونو فارغه شوي، د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې له پوهنتون تر فراغت وروسته د دغو ځوانانو لپاره د کار هېڅ فرصت نه دی برابر شوی.
دغو ځوانانو ویلي چې د دندو پیدا کولو لپاره یې په وار وار دولتي او غیردولتي بنسټونو ته مراجعه کړې، خو نه دي توانېدلي چې کار پیدا کړي.
د کابل اوسېدونکې ۲۲کلنه حمیرا د قابلهګۍ له څانګې فارغه شوې او وايي، تېرو شپږو میاشتو کې یې د کار موندلو لپاره هڅو پایله نه ده ورکړې. هغې وویل: «له بده مرغه نه یم توانېدلې چې کار پیدا کړم. ډېرو ادارو ته مې مراجعه وکړه، ان ومې نه شو کولی چې د خپلې تحصیلي څانګې خلاف برخه کې کار پیدا کړم. تېرو شپږو میاشتو کې چې له پوهنتون فارغه شوې یم ډېرې هڅې مې وکړې.»
د هرات اوسېدونکی ۲۱کلنه حفیظه وايي، ادارو کې د ځوانانو ګمارنې پرمهال واسطه هم خپل رول لري. هغې وویل: «ډېرې پلټنې مې وکړې، خو کار مې پیدا نه کړ. د اړیکو خبره ده، تر هغه چې قوي اړیکې ونه لرې، دنده نه درکوي. ترڅنګ یې تجربه هم مهمه ده.»
پوهنتونونو کې د کار زدهکړې او کارموندنې د عملي پروګرامونو نه شتون هم د تحصیل کړیو ځوانانو د بېکارۍ اصي لاملونو څخه دي.
د کابل اوسېدونکی ۲۳کلن امین د کابل پوهنتون له کرنې پوهنځي فارغه شوی او وايي، د افغانستان د کار بازار سره د تحصیلي نصاب مطابقت نه درلودو په دلیل ډېری ځوانان له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته، بېبرخلیکه پاتې کیږي. هغه وویل: «د تحصیلي دورې پرمهال مې د کارموندنې په تړاو هېڅ څه نه دي زدهکړي؛ که پوهنتون کې مو یو اړوند مضمون لوستلی وی، شاید اوس به مو کار پیدا کړی وو.»
دریو نورو مرکه شویو ویلي، سره له دې چې د پوهنتون پرمهال یې د کار پیدا کولو تیوري زدهکړې، خو دغو زدهکړو د هغوی د علمي مهارتونو لوړولو سره هېڅ مرسته نه ده کړې.
۲۲کلنه صاحبه چې د سوداګرۍ او ادارې په برخه کې د لیسانس سند لري وايي چې د کار د فرصتونو د نشتوالي له امله هغه څه ګټه واخلي چې زدهکړي یې دي. «موږ په پوهنتون کې یوه موضوع درلوده چې نوم یې سوداګري وه؛ موږ زدهکړل چې څنګه CV ولیکو؛ “خو د کار ځای کې زموږ د پوهې د کارولو لپاره د کار فرصتونه نشته.»
له بلې خوا، د پوهنتونونو یو شمېر استادان وايي چې د افغانستان کمزوری تعلیمي سیسټم د کار بازار ته د ځوانانو د جذبولو په وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پوهنتون استاد شهزاد آرین وايي چې د افغانستان د تعلیمي نصاب او د کار بازار ترمنځ ناانډولي لامل شوې چې ځوان فارغان بېکاره پاتې شي. هغه زیاتوي: «په افغانستان کې د زدهکړې عملي اړخونو ته لږ پام کیږي چې له امله یې ځوانان له فراغت وروسته له ډیرو ننګونو سره مخ کیږي. د دندې موندل او او کارورکوونکي باید یوه پایله وي چې زدهکړیالان یې د خپلې درجې په پای کې ترلاسه کړي.»
د پوهنتون بل استاد ارشاد عظیمي وايي: «د ډیری افغان پوهنتونونو نصاب تازه نه دی او د کار بازار اړتیاوې نه پوره کوي؛ “ډیری زدهکړیالان د دندې په لټه کې دي ترڅو یوه اداره کې کار پیدا کړي او کلونه کلونه د ټیټې کچې دندې موندلو په هڅه کې ګرځي.»
د ادارې او عامه پالیسۍ کارپوه عبدالوافي نایبزي وویل، دولت د تحصیلي نصاب په سمونې، خصوصي برخې سره په همغږۍ او د حرفهيي زدهکړو پروګرامونو په جوړولو سره کولی شي، د بېکارۍ کچه راټيټه کړي. هغه وویل: «حکومت باید داسې پالیسي جوړه کړي چې د کار پیدا کولو لامل شي؛ هر پوهنتون باید د تعلیمي کال په پای کې مسلکي پروګرامونه پیل کړي؛ یوه کلنۍ سروې باید ترسره شي، ترڅو معلومه شي چې دوی څومره بشري سرچینو ته اړتیا لري او دا همغږي باید د پوهنتونونو سره ترسره شي.»
دې سره، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد سرپرست حکومت هڅه کوي چې هېوادوالو په ځانګړې توګه ځوانانو ته مناسب کاري فرصتونه برابر کړي. هغه وویل: «اسلامي امارت ټولو هغو ځوانانو ته چې استعداد او وړتیا لري، هغه که هره برخه کې ووسي، د دوی لپاره کاري فرصتونه برابروي.»
افغانستان کې هر کال زرګونه تنه د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د حقوقو او سیاسي علومو له څانګو فارغیږي، خو د کاري فرصتونو نهشتون په دلیل، ګڼ شمېر دغه ځوانان له فراغت وروسته بېکارۍ او نامالومه برخلیک سره مخ کیږي.






