له پاکستانه د کډوالو اېستلو لپاره د تېرې مارچ میاشتې تر ۳۱مې د ورکړل شوي مهلت له پوره کېدو وروسته، پاکستاني چارواکو د اختر په څلورمه د افغان کډوالو جبري ستنولو لړۍ پیل کړه.
د اسلامي امارت مسوولان وايي، د اختر له ۴مې ورځې را پهدې خوا، تېرو پنځو ورځو کې شاوخوا ۶۷۵ کورنۍ په جبري ډول د تورخم له لارې را اېستل شوي دي.
د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس بازمحمد عبدالرحمن سلاموطندار ته وویل:
«په تېرو پنځو ورځو کې ۶۷۵ کورنۍ راغلي چې نن ورځ ۲۵۴ کورنۍ راغلي او دوی ته په صفري نقطه کې ټول امکانات برابر دي. داسې کومه ستونزه نشته. دلته په صفري نقطه کې د کارونو خلاصولو او بایو میټریک وروسته دوی عمري کمپ ته انتقالیږي او هلته به ورسره مرسته کیږي.»
ورته وخت کې یوشمېر هغه افغانان چې له پاکستانه په جبري ډول را اېستل شوي، د اېستلو لړۍ پرمهال د پاکستاني پولیسو له بد چلند شکایت کوي.
یوسف خان چې د پاکستان په «فیصلاباد» سیمه کې یې ژوند کاوه وایي، د کوچني اختر په شپه یې پاکستاني پولیسو په کور چاپه اچولې او پلار یې له ځان سره وړی او دوی یې په زوره اېستلي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دی وایي، هلته یې له تیرو ۳۲ کاله ژوند کړی، خو اوس افغانستان ته راګرځولی شوی دی. هغه وویل: «پلار مې اوس هم بندي دی او د هغه لامعلومات نشته چې هغه به چیرته وي، مونږ د شپې له هغه ځایه راووتلو ۷۰زره روپۍ مې له هغه ځایه تر تورخم موټر نیولی او دلته مو خالي کړ. اوس مې په ۱۰زره د کور سامان دیخوا ته راواړوه. مونږ یې په ډیر ظلم دیخوا را اړولي یو.»
ځینې نور کډوال چې له پاکستانه په جبري ډول راستانه شوي وايي، د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي. د هغوی په وینا، پاکستان کې یې ډک کورونه پاتې شوي او د را اېستلو پرمهال یې توکي غلا شوي دي.
یوشمېر دغه افغانان چې د تېرو څو ورځو پرمهال هېواد ته راګرځول شوي، د اسلامي امارت له سرپرست حکومته د هستوګنې ځای برابرولو او نورو مرستو غوښتنه کوي.
خطابالله چې د جبري را ایستل شویو افغانانو له ډلې یو دی، داسې وایي: «پاکستاني پولیسو په کورونو چاپې ووهلې، ښځې او ماشومان، غټ او واړه ټول یې پورته کول. دېته یې نه کتل چې چا سره کارت شته او که نه. ټول یې جیګول. په دې مرحله کې یې زما یو ورور هم له ځان سره وړی، ټول خلک په چیغو وه او له هغه ځایه راوتښتیدل. د خلکو ډک کورونه پاتې شول، د خلکو کورونه چور شول، غله به راتلل او د خلکو کورونه یې چور کول.»
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان افغان کډوالو ته تېرې مارچ میاشتې تر ۳۱ وخت ورکړی و چې د اختر په را رسیدو سره یې بیا ۱۰ ورځې وغځاوه، خو د هغه وخت له پوره کیدو وړاندې د کډوالو کورونه ړنګ او په جبري ډول یې د ایستلو لړۍ پیل شوې ده.






