د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، د تورخم قرنطین وترنر ډاکترانو له لوري پاکستان څخه ۲۵۰۰  لوړ عمرلرونکي چرګان د کرنې ریاست مامورینو له لورې تر نیول‌کېدو وروسته بېرته دغه هېواد ته ورستانه کړي دي.

د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول اجمل سبحاني وایي، یاد چرګان په تورخم کې د دوی کارکوونکو له لورې نیول شوي او بېرته پاکستان ته لېږدول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سبحاني په وینا، د  کرنې وزارت د کړن‌لارې سره سم او ننګرهار کې د چرګانو د سکتور د پیاوړتیا لپاره، د نورو هېوادونو څخه د چرګانو انتقال بند کړی او دا چرګان چې انسانانو ته ترې د مختلفو ناروغیو  د لېږد ګواښ موجود وو، بېرته پاکستان ته ولېږدول شول.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یاده دې وي چې تر  دې وړاندې هم د ننګرهار کرنې ریاست د تورخم قرنطین کارکوونکو په ټنونو خراب ممپلي، جوار او سویابین بېرته پاکستان ته مسترد کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام