د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي محمد عبدالکبیر سره لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو ټینګار کړی.

په یاده لیدنه کې دواړو لوریو افغانستان سره په ځانګړې توګه د کوکنارو بدیل کښت په برخه کې د دغې ټولنې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حمدالله فطرت د دغې لیدنې په اړه چې تېره ورځ ارګ کې شوې، ویلي: «د اروپايي ټولنې او ا.ا ترمنځ پر اړیکو ټينګار شوی او یادونه شوې چې ا.ا د امنیت ټینګښت، د فساد له‌منځه وړو، نشه‌يي توکو سره مبارزه کې اغېزمن پاتې شي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي زیاته کړه، اړوند نړیوال بنسټونو ته اړتیا ده چې بدیل کښت او روږدو درملنه کې خپله ونډه واخلي.»

توماس نکلاسن هم دغه لیدنه کې ویلي چې اروپايي ټولنه هڅه کوي چې د نړیوالو همکاره بنسټونو له لوري نژدې راتلونکې کې افغان کروندګرو سره د بدیل کښت په موخه ۴۵ میلیون یورو مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره یې خبرې کړي چې د افغان کډوالو د اېستلو مخه ونیسي.

د چارو کارپوهان د اروپايي ټولنې او ا.ا ترمنځ اړیکې یوه اړتیا بولي او ټینګار کوي چې سرپرست حکومت د ملي ګټو په خوندي ساتلو سره باید اروپايي هېوادونو سره د افغانستان تعامل ته زمینه برابره کړي.

د چارو کارپوهان افغانستان کې کروندګرو سره د کوکنارو بدیل کښت په برخه کې د هېوادونو په ځانګړې توګه د اورپايي ټولنې مرستې مهمې بولي.

د سیاسي چاروکارپوه محمدزلمي افغانیار پوپل وویل: «ټولو ترینګلتیاوو ته د خبرو له لارې حل پیدا کېږي، که اروپايي ټولنه غواړي افغانستان سره اړیکې ټینګې کړي، باید د دواړو پر ګټه وي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سره له دې چې اروپايي ټولنې تراوسه سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی او وخت ناوخته یې، پر سرپرست حکومت نیوکې کړي، خو بیا هم تېرو شاوخوا دریو کلونو کې افغانستان کې د دغې ټولنې استازولۍ فعاله ده او افغانانو سره یې بشري مرستو ته هم دوام ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام