د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په مرکز پلعلم کې د لومړي ځل لپاره د کروندې ورځ ولمانځل شوه.
جوړې شوې غونډه کې د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولانو سربېره ګڼشمېر کروندګر ګډون کړی وو.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مرستیال محمدرفېع ابراهیمي جوړې شوې غونډې ته وویل، لوګر د کرنې برخه کې د پخوا په پرتله د پام وړ پرمختګ کړی او ډېری اوسېدونکي یې د کرنې او مالدارۍ له لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.
ده همدارنګه وویل، «دغه ورځ د دې لپاره لمانځل کیږي څو پورې کروندګر دېته وهڅول شي چې په خپلو ځمکو روا کرکېله وکړي، ستونزو ته یې د حل مناسبې لارې چارې ولټول شي او همدارنګه د دوي ترمنځ شته تجربې شریکې شي.»
ابراهیمي په کروندګرو غږ وکړ چې کرنې وزارت هڅه کوي، د دغه ولایت کروندګرو سره د اصلاح شویو تخمونو سربېره په بېلابېلو برخو کې د پام وړ مرسته وکړي.
د برهکي برک ولسوالي یوه کروندګر شفیقالله سلاموطندار ته وویل، لوګر کرنیز ولایت دی او کرنې او مالدارۍ وزارت ته پکار ده چې د دغه ولایت کروندګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
هغه وویل، اړتیا ده چې کورني او نړیوال بنسټونه کروندګرو ته د عصري کرکېلې په اړه عامه پوهاوی ورکړي او له دوي سره د عصري ماشینونو برخه کي همکاري وکړي.
د مرکز پل علم یوه کروندګر رباني سلاموطندار ته وویل، که څه هم د پخوا په پرتله دغلته په کرنېزه برخه کې پرمختګونه لیدل کیږي او هر کال د دغه ولایت کروندګر له خپلو کروندو سلګونه ټنه سبزي او میوې ترلاسه کوي، خو د مناسب بازار نشتون له یې په نېمه بیه پلوري.
هغه کرنې او مالدارۍ وزارت ته وړاندیز وکړ چې د لوګر کروندګر حاصلاتو ته په کور دننه او بهر مناسبه بازار موندنه وکړي.