د برښنايي خدمتونو سامسونګ شرکت په لومړي ځل د «ګلکسي رېنګ» په نوم د مصنوعي ځیرکتیا ګوتمۍ لومړی نسل بازار ته وړاندې کړ.

دغه شرکت د فرانسې پلازمېنې پاریس کې یوه نندارتون پرمهال ویلي چې د سامسونګ ګلکسي ګوتمۍ په تېرو څو میاشتو کې خپله ازمایښتي دوره پای ته رسولې او په وینا یې، دغه ګوتمۍ سپک وزن لري او پر مصنوعي ځیرکتیا سمبال ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، دغه ګوتمۍ بېلابېل حس‌ګر لري او یوه کس ته دا توان ورکوي چې په ۲۴ ساعتونو کې د خپلې سلامتیا وضعیت وڅاري.

همداراز دغه ګوتمۍ د دې وړتیا هم لري چې د یوه کس د سلامتیا ځانګړتیاوې پیدا کړي. یاده ګوتمۍ همداراز، د خوب پرمهال د یوه کس حرکات، د خوب ځنډ، د زړه درزا او تنفس کنټرول کړي او د کس د خوب کیفیت تحلیل کړي.

د سامسونګ شرکت په وینا، دغه محصول کولای شي چې یوه کس ته خبر ورکړي چې د زړه درزا یې، ښکته، که پورته ده؛ د دې ګوتمۍ کاروونکي به د دې وړتیا هم ولري چې په ژوندۍ بڼه د خپل زړه درزا وویني او وڅاري.

د دې ګوتمۍ معلومات د مصنوعي ځیرکتیا د یوه سافټ‌وېر په مرسته موبایل ته لېږدول کېدای شي، څو تصویرونه په سمه توګه وکتل شي او همداراز د محصول د پلور کچه هم ورسره لوړه شي.

ګلکسي ګوتمۍ د ۲.۳ تر ۳ ګرامه وزن لري او درې رنګونو کې بازار ته وړاندې شوې. د سامسونګ په وینا، د دې ګوتمۍ بټرۍ تر یوې اوونۍ چارج ساتي او د چارج وسایل هم ورسره پلورل کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دې ګوتمۍ بیه ۳۹۹.۹۹ ډالره وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام