د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنایعو او کانونو خونې او د افغانستان نړیوال نندارتون د مرکز په ګډې همکاري کابل کې د «صنعت اوونۍ ملي او نړیوال نندارتون» پرانېستل شو چې شپږ ورځې به دوام وکړي.
دغه نندارتون نن یکشنبه، غويي ۲۳مه پلازمېنه کابل کې پیل شوی چې د ملي سوداګرو ترڅنګ پهکې بهرنیو سوداګرو هم ګډون کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په یاد نندارتون کې کورنیو او بهرنیو سوداګرو خپل تولیدات په ۵۰۰غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي دي. په جوړ شوي نندارتون کې ۲۰۰ غرفې ښځو او ۱۵غرفې ایراني سوداګرو ته ځانګړې شوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرتالله جمال وايي، په دغه نندارتون کې ټول کورني تولیدات له هغې ډلې کرنیز محصولات، طبي وسایل، برښنايي سېسټمونه، ودانیز توکي، لاسي صنایع او نور کورني تولیدات نندارې ته کېښودل شوي دي.
نوموړي وویل: «دې نندارتون کې به کورني تولیدات لکه غالۍ، مرمر، لبنیات، څښاک، ګول سیخ، ودانیز مواد، د سکرین بطري، موټرسایکلونه، کولري پکې، دیګبخار، تخنیکي وسایل، روغتیايي وسایل، او نور کورني تولیدات به نندارې ته وړاندې شي. د ایران یوشمېر ماشینري شرکتونه به هم خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.»
د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د دغه نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او هېواد کې دننه او بهر يې له بډایه خلکو او سوداګرو څخه وغوښتل چې له سېلابځپلو سره مرسته وکړي.
حنفي همدارنګه زیاتوي چې افغانستان د تولید لپاره مهم عوامل لري او کولای شي په سیمه کې یو مهم صنعتي مرکز شي. «د اقتصادي ودې لپاره د صنعت وده اړینه ده، د کورنیو ناخالصو تولیداتو او کاري زمینې برابرولو لپاره ډېر ارزښت لري. د صنعت ودې لپاره نوي ټکنالوژي او متخصص کاري ځواک مهم دی چې له نېکهمرغه، افغانستان کولای شي، پر مهم صنعتي مرکز بدل شي.»
د ریاستالوزرا اداري مرستیال ټینګار وکړ چې سرپرست حکومت د صنعت او کورنیو تولیداتو سکټور څخه ملاتړ کوي.
یوشمېر صنعتکاران او سوداګر چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی، له سرپرست حکومت څخه د تولیدي کارخونو لپاره د ځمکو د ژر تر ژره وېش غوښتنه کوي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمینزاده وویل: «پخوا مو له څلور تر پنځو زرو کارخونې درلودې، اوس له شپږ زرو هم ډېرې دي او ۶۸ برخو کې موږ ځانبسیاینې ته رسېدلي یوو. له امارت غواړو چې د پانګونې جذب لپاره باید موږ ته ژر تر ژره ځمکه راکړي.»
په همدې حال کې د صنعت اوونۍ په ملي او نړيوال نندارتون کې ګډونوال دغه ډول نندارتونونه ګټور بولي؛ خو دوی د کارله نشتوالي او عاید کموالي څخه شکایت کوي.
د نندارتون ګډونوالې فوزیې وویل: «موږ د خوراکي توکو تولید برخه کې ۱۲ مېرمنې او د لاسي صنایعو برخه کې ۲۰ مېرمنې کار کاوو، خرڅلاو نشته، خو نندارتون کې ښه دی. لوړې مالیې او د خامو موادو کمښت، موږ ته ستونزې جوړې کړي.»
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي همداراز وايي چې دغه وزارت د صنعت او کورنیو تولیداتو د ودې په موخه څه باندې دوه زره شرکتونو ته جوازونه وېشلي او یا یې هم تمدید کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان بیا وايي، له دې وړاندې د ملي او نړیوالو نندارتونونو په جوړېدو سره د کورنیو او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د میلیونونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي وو.