د کابل یوشمېر اوسېدونکي او هټۍوال وايي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په یوه شپه او ورځ کې څه باندې لس ساعته برښنا نهلري چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
یوشمېر خیاطان وايي، که څه هم لوی اختر ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې، خو په وینا یې، د برښنا پرچوي یې کاروبار خراب کړی او هره ورځ د برښنا نشتون له امله شپږ ساعته وزګاره ناست وي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
امین چې د کابل نوي ښار کې د خیاطۍ هټۍ لري، وايي چې د دغه وضعیت له امله هره ورځ دوی د شاووا ۲۰ جامو له کنډلو پاتې وي.
هغه وویل: «دې دوه ورځو کې ۶ساعته برښنا نهلرو. موږ یوازې دې دوه اخترونو کې کار کوو او په زیات کار سره کولای شو چې خپل پورونه ادا کړو، که همداسې روان وي، نو نشو کولای چې دې اختر کې هم خپل کار مخته بوځوو.»
د برښنا پرچوي څخه د شکایتونو پر دوام د کابل یو بل اوسېدونکی احمدفهیم هم وايي چې یوه شپه او ورځ کې څه باندې ۱۰ ساعته برښنا نهلري. هغه وویل: «کور کې له اته تر لسو ساعتونو برښنا نهلرو او موږ بلاک کې ژوند کوو چې د برښنا پرچوۍ له امله اوبو ته هم لاسرسی نهلرو.»
بلخوا د برښنا شرکت مسوولان بیا وايي چې کابل کې برښنا ته د ډېرې تقاضا له امله پرچوي هم ډېره شوې ده. د برښنا شرکت ویاند حکمتالله میوندي وايي، اوس وخت کې دغه شرکت کولای چې کابل کې یوازې له ۷۰ تر ۷۵سلنه برښنا برابره کړي.
هغه وویل: «په هغه اندازه چې برښنا په پام کې نیول شوې، تقاضا ورته ډېره ده او له دې امله چې د برښنا مزو کې خرابوالی رانهشي او ټرانسفرمرونه یې خراب نهشي، اړ یو چې پرچوي رامنځته کړو.»
د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دا مهال د پلازمېنې اوسېدونکو ته د برښنا رسونې لپاره څه باندې ۴۲۲ مېګاواټه برښنا ته اړتیا لري، خو دغه شرکت یوازې په یوه شپه او ورځ کې د ۳۲۴ مېګاواټه برښنا د برابرولو وړتیا لري.