Asset 1SWN

سلام وطندار

له پاکستاني خوړو شکایت؛ د انګلستان کرېکټ لوبډلې ځانته اشپز ګومارلی

skysports-ben-stokes-england_4849929

یو‌شمېر رسنیو راپور ورکړی چې د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ پاکستان کې د کېدونکو ټسټ لوبو پر مهال ملي لوبډلې ته د خوړو چمتوو کولو لپاره ځانګړی اشپز ګومارلی دی.

انګلستان دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې چې له نړیوال جام وړاندې پاکستان ته د انګلستانۍ لوبډلې د سفر په ترڅ کې یو‌شمېر لوبغاړو دوی ته له چمتو شویو خوړو څخه شکایت وکړ.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې یو‌شمېر لوبغاړو شکایت کړی و چې پاکستان کې ورته سم خواړه نه ورکول کېدل چې له امله یې دوی ته د معدې د ناراحتۍ ستونزې پیدا شوې وې.

د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستان کې د شل اووره لوبلړۍ پر مهال یو‌شمېر لوبغاړي د پاکستاني خوړو له امله ناروغ شوي و چې ځینو یې لوبې هم له لاسه ورکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي معین علي لاهور کې د خوړو په اړه هم شکایت وکړ او د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ اړ شو چې د اشپز د ګومارنې پرېکړه وکړي.

د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ زیاته کړې چې د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو لپاره د خوړو برابرولو لپاره یې عمر میزان په نوم یو اشپز ګومارلی چې د یاد هېواد د فوټبال لوبډلې لپاره یې هم خواړه برابر کړي دي.

عمر میزان د انګلستان د فوټبال ملي لوبډلې سره د ۲۰۱۸ فوټبال نړیوال جام کې د اشپز په توګه دنده ترسره کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډله به د روان میلادي کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه د پاکستان له کرېکټ ملي لوبډلې سره د دغه هېواد په راولپنډۍ ښار کې د درېوو ټسټ سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام