د کابل په نننۍ چاودنه کې تراوسه د څلورو کسانو د وژل کېدو او لس نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
کابل کې ایمرجنسي روغتون پر خپل ټويټر لیکلي چې تراوسه د وزیر محمداکبرخان جومات مخې ته د چاودنې له ځایه ۱۴ کسان دغه روغتون ته ور وړل شوي چې څلورو یې مخکې له مخکې ژوند له لاسه ورکړی و.
په همدې حال کې د کابل امنیې قومانداني هم سلاموطندار ته وویل چې چاودنه د وزیر محمداکبرخان جومات مخې ته هغه مهال شوې چې لمونځکوونکي له جومات نه راوتل.
د کابل امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران سلاموطندار ته وویل چې نننۍ چاودنه د وزیر محمداکبرخان جامع جومات مخې ته پر سړک هغه مهال شوې چې لمونځکوونکي له لمانځه وروسته له یاد جومات نه په را وتلو وو.
هغه د چاودنې څرنګوالي او له کبله یې د اوښتې مرګژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده چې ټول قربانیان یې ملکیان دي.
بلهخوا د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد پر ټویټر دا چاودنه غندلې او له خلکو یې غوښتي چې د ورته کسانو په نیولو کې ورسره همکاري وکړي.