د پکتیا زرمت ولسوالي چې د دغه ولایت له ګڼ نفوسه ولسوالیو څخه شمېرل کېږي، اوسېدونکي یې وایي چې په تېرو څو کلونو کې د پوهنې برخه کې ورته د پام وړ کار نه دی شوی.
خو تازه د زرمت ولسوالي د «تنتنک» سیمې ځوانانو پرېکړه کړې چې په شخصي لګښت او له نورو خلکو د مرستې په راټولولو به د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغو ځوانانو مشر ډاکټر امیر ځیر وایي، سیمه کې یې یوازیني دولتي ښوونځي ودانۍ نهلرله او د زدهکونکو ښوونیز بهیر پر وړاندې یې ستونزې رامنځته کړې وې.
د هغه په وینا، یاده ودانۍ په خام ډول جوړوي چې ټولټال ۱۴ خونې لري او تر ۱۸ لکه افغانیو لګښت پرې کېږي.
نوموړي وویل: «د قوم، کورنیو او د ځینو دوستان په همکاري مو چې له هېواده بهر ژوند کوي او له خینو خیریه بنسټو سره مو هم دا خبره شریکه کړې، ځینو یې مرسته کړې، خو هغه په ډېره کمه کچه ده. په هغه باندې ودانۍ نه جوړېږي. اوس مې په شخصي لګښت هم ځینې کارونه وکړل، نن ورځ مو هم یوه غونډه وکړه د مرستو راټولو لپاره. ځینې کسان له کابل هم غونډې ته راغلي او تمه شته چې زموږ له ښوونځي سره به مالي همکاري وکړي.»
نوموړی زیاتوي چې که خلک او سوداګر ورسره مرسته وکړي، راتلونکي کې به نورو هغو سیمو کې هم د ښوونځیو لپاره ودانیو جوړې کړي، چې دامهال ودانۍ نهلري.
هغه وویل: «غواړم دا پروسه همداسې جاري وساتم. په هغه صورت کې چې خلک او ځینې ټولنې راسره همکاري وکړي. موږ زرمت ولسوالي کې سروې کړې، لرې پرتو سیمو کې اوه داسې مکتبونه شته چې هېڅ ودانۍ نهلري، غواړم هغوی لپاره هم سرپناه جوړه کړو، کله چې د دې ښوونځي کارونه بشپړ شي او خلک راسره کمک وکړي.»
د زرمت ولسوالي د «تنتنک» سیمې د ښوونځي سرښوونکی علامحمد ذاهد د ښوونځي لپاره د ودانۍ په جوړېدو خوښ دی، خو وايي چې د ښوونکو، د تدریسي کتابونو او نورو لوازمو نشتون هغه څه دي چې پر ښوونیز بهیر یې منفي اغېزې کړي.
هغه وویل: «زموږ زیاته ستونزه د ښوونکو هم ده. زموږ د ښوونکو شمېر اوس پنځه کسان دي، یو یو ملازم او یو تحویلدار لرو. پنځو نورو ښوونکو ته نور هم اړتیا لرو. بل تدریسي لوازم لکه چوکۍ، مېز، تختې، تباشیر او کتابچو نشتون له امله ستونزو سره مخ یو، که دا شیان راکړل شي، د زدهکوونکو ستونزې به ورسره حل شي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د پکتیا د پوهنې ریاست د مسولینو په وینا، دغه ولایت کې دا مهال ۳۷۰ ښوونځي شته چې ۱۸۰ یې ودانۍ نلري. دغو ښوونځیو کې شاوخوا دوه لکه زدهکوونکي درسونه لولي چې ۵۰ زره یې نجونې دي.






