د شپږیزې کرېکټ لیګ په ۱۷ لوبه کې نن بُست ساتونکي او بندامیر ښاماران د یو بل پروړاندې ولوبېدل چې بُست ساتونکي لوبډله بریالۍ شوه، بندامیر ښامارانو ته د ۱۷ منډو په توپیر ماته ورکړي.
دا په شپږیزه کرېکټ لیګ کې د بُست ساتونکي لوبډلې پنځمه پرلهپسې بریا وه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دغه لوبه کې بُست ساتونکې لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۸ منډې جوړې چې ډېرې منډې پهکې د لوبډلمشر حشمتالله شاهدي ۴۲ منډې وې.
که څه هم بندامیر ښامارانو ته ورکړل شوی هدف، کم ښکارېده، خو د بُست ساتونکو لوبډلې توپ اچوونکو له خپل هدف دفاع وکړه او د بندامیر ښامارانو ټوله لوبډلې یې په ۱۱۱ منډو وسوځوله.
د نن ورځې په دویمه لوبه کې هندوکُش ستوري د سپینغر پړانګانو لوبډلې پروړاندې لوبه کوي.
د شپږیزې روان کرېکټ لیګ سیالیو جدول کې بُست ساتونکي لوبډله د پنځو پرلهپسې بریاو سره لومړی، سپینغر پړانګان په درېوو بریاو سره دویم، کابل بازان هم په درېوو بریاو سره درېم او بندامیر ښاماران په دوو بریاو سره څلورم ځای کې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
همداراز میسعنیک، امو نهنګان او هندوکُش ستوري په یوې یوې بریا سره په ترتیب پنځم، شپږم او اووم ځایونه خپل کړي دي. پامیر زلمي لوبډله بریا تراوسه کومه بریا نه لري او د روان سیالیو د جدول په وروستي ځای کې شتون لري.