د افغانستان د شپږیزې کرېکټ لیګ په ۱۳ لوبه کې چې نن له غرمې وړاندې د کابل نړیوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه بُست ساتونکي لوبډله بریالۍ شوه چې د سپین‌غر پړانګانو ته په ۱۰ منډو ماته ورکړي.
په دغه لوبه کې بُست ساتونکو لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۷منډو هدف وټاکه.
سپین‌غر پړانګانو لوبډلې د ورکړل شوي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او په شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۳۶ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې په ۱۰ منډو بُست ساتونکو لوبډلې ته وبایلله.
د لوبې غوره لوبغاړی د بُست ساتونکو لوبډلې سمېع‌الله شینواری ونومول شو چې ۷۲ منډې یې جوړې کړې وې.
د نن ورځې په دویمه سیالي کې هندوکش ستوري د بندامیر ښامارانو پروړاندې لوبه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام