د کابل طبي پوهنتون د بیزو تڼاکې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي په موخه نن یو ورځنی سیمینار جوړ کړی و.

د دغه پوهنتون مسوولان وايي، د عامې روغتیا وزارت باید هېواد کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي ورکولو ترڅنګ نور جدي اقدامات هم ترلاس لاندې ونیسي او هېوادوال دې د بیزو تڼاکې ناروغۍ څرنګوالي په اړه خبر کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل د طبي پوهنتون رییس فضل‌رحمان رحماني له هېوادوالو وغوښتل چې د بیزو تڼاکې ناروغۍ جدي وګڼي او د روغتیايي سپارښتنو په اړه هم بې‌‌پروايي ونه کړي.

د کابل د طبي پوهنتون استادان وايي، که څه هم د بیزو تڼاکې ناروغۍ د درملنې وړ ده، خو په وینا یې، بیا هم باید ورته جدي پام وشي.

دوی وویل، ډېر عمرلرونکي کسان، له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان او اومېندواره ښځې تر نورو زیات د بیزو تڼاکې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.

د سر درد، تبه، د ستړیا احساس، د ملا درد او پر پوستکي د بخار راختل د بیزو تڼاکې ناروغۍ له نښو څخه دي.

که څه هم د عامې روغتیا وزارت د بیزو تڼاکې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره د تدابیرو په تړاو څه نه وايي، خو د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر سلام‌وطندار ته وویل،«اوس پي‌سي‌ار ماشینونه چې د کورونا ویروس پرمهال عامې روغتیا وزارت ته ورکړل شوي وو، فعال دي. که د مانکي پاکس کېټونه راکړل شي، د یادې ناروغۍ د تشخیص درملنه به اسانه شي. وزارت د روغتیا نړیوال سازمان څخه د مانکي پاکس غوښتنه کړې چې په نږدې وخت کې به ورکړل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بیزو تڼاکې ناروغۍ خپرېدو په اړه اندېښنې داسې مهال مطرح کیږي، چې د روغتیا نړیوال سازمان د ټولې نړۍ په سطحه پر دغې ناروغۍ اخته کېدو مواردو زیاتېدو څخه خبر ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام