د بلخ د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې له درېوو میاشتو وروسته یې د یوې وژل شوې ۳۳ کلنې مېرمنې جسد، د اوبو په یوې څاه کې موندلی دی.
د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف وزیري وايي چې دغه مېرمن «ریتا» نومېږي او درې میاشتې وړاندې د خپل خاوند له لوري وژل شوې او څاه ته اچول شوې وه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د بلخ د امنیې قومنداني ویاند زیاتوي چې د پېښې په تړاو یې څلور کسان نیولي دي. د نوموړي په وینا، د وژل شوې مېرمنې خاوند «مومن» نومېږي او د مخکیني حکومت پرمهال په هرات ولایت کې د پوځ سرتېری و.
ویل کېږي چې د نیول شویو کسانو په ډله کې د مومن پلار هم شامل دی.
په وروستیو میاشتو کې دا څوم ځل دی چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار او ولسوالیو کې په مرموز ډول د وژل شویو ښځو مړي پیدا کېږي.