د قزاقستان رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز او ورسره مل پلاوي یې د دغه هېواد له ولسمشر قاسم جومر توقایف سره کتلي دي.
د دې لېدنې اصلي موخه د افغانستان وضعیت ارزول، له ترهګرۍ سره مبارزه او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ځانګړیو استازیو ترمنځ د ترسره شوې دوه ورځنۍ غونډې پر پایلو بحث او خبرې بلل شوي دي.
یاده غونډه په تاجکستان کې جوړه شوې وه او افغانستان یې د خبرو محور و. خو د نورو غونډو په څېر د افغانستان د استازیو پرته ترسره شوه. په همدې حال کې د اسلامی امارت مسوولان وایي چې افغانستان ته د بشري مرستو د جلب لپاره د دغو ډول غونډو او هڅو هرکلی کوي او چمتو دي چې د بهرنیو هېوادونو هر ډول اندېښنې د خبرو له لارې حل کړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، انعامالله سمنګاني سلاموطندار ته وویل، «اسلامي امارت ډېره روښانه پالیسي لري او چمتو دی چې د هېوادونو اندېښنې د خبرو له لارې هوارې او هغوی ته قناعت کړي.»
په ورته مهال د شنونکو په اند، د اسلامي امارت د ژمنو نه عملي کېدل، د دې لامل شوی چې د یاد هېواد د استازي په نهشتون کې د افغانستان پر مسایلو بحث وشي.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې اړه وایي: «په تېرو نهو میاشتو کې نړیواله ټولنه د دې شاهده وه چې د افغانستان اوسني حکومت پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ او د اوسني سرپرست حکومت لهخوا پر خپلو ژمنو نه عمل، هغه څه دي چې نړیواله ټولنه نه غواړي په خپلو ناستو کې د افغانستان استازیو ته بلنه ورکړي.»
په همدې جال کې یو بل سیاسي شنونکی ویس ناصري باوري دی چې نړۍ د افغانستان حساسو شرایطو ته اندېښمن دی او په هېواد کې اقتصادي او امنیتي وضعیت خرابېدو، نړيواله ټولنه د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښمنه کړې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاتوي: «نړۍ د افغانستان حساس وضعیت ته اندېښمن دی او دې ته اندېښمن دی چې د افغانستان وضعیت له کنټرول څخه بهر شي او دا د دې سبب شوی چې هغوی د اسلامي امارت له حکومتوالۍ څخه ناهیلې شي او دا چې دغه حکومت نهشي کولی خلکو ته خدمات وړاندې کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د نړۍ په هېوادونو کې په ځانګړې ډول په سیمه کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډې وشوې؛ خو د افغانستان استازی پکې حضور نه درلود، د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه د یو هېواد لهخوا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی.