د پاکستان سیاسي بحران د لومړي وزیر عمران خان له دندې لرې کېدو سره هغه مهال پای ته ورسېد چې د دغه هېواد پارلمان عمران خان ته د نه باور رایه ورکړه.
د پاکستان د اپوزېسیون ګوندونو اتحاد ( پي ډي ایم) د عمران خان پر ضد پارلمان کې د نه باور مصوبه وړاندې کړې وه، خو د ملي شورا مشر چې د واکمن ګوند غړی هم دی، دغه مصوبه رد کړه او ادعا یې وکړه، چې امریکا د عمران حکومت د ړنګولو هڅه کړې او پاکستان ته یې له ګواښه ډک لیک استولی دی.
له هغه وروسته اپوزېسیون ګوندونه سترې محکمې ته مراجعه وکړه او قاضیانو د پارلمان رییس ته امر وکړ چې د شنبې په ورځ دې د لومړي وزیر پر ضد د نه باور رایه وکارول شي.
نن بیا هم د عمران خان په مشرۍ د واکمن ګوند اړونده د پارلمان مشر اسد قیصر د سترې محکمې له امر څخه سرغړونه وکړه او استعفا یې ورکړه ، خو له هغه وروسته داپوزیسیون ګوندونو غړو وکیلانو د نه باور رایه ورکړه او د واکمن ګوند وکیلان له پارلمان څخه ووتل.
د پاکستانیو رسینو د راپورونو له مخې، د پاکستان د پارلمان ۱۷۴ کسانو د لومړي وزیر پر ضد د نه باور رایه وکاروله او عمران خان یې له دندې لرې کړ.
« د قانون له مخې، په پاکستان کې چې څوک لومړی وزیر کېږي باید ۱۷۲ رایې ولري او چې لرې کېږي هم باید پر ضد یې ۱۷۲ رایې وکارول شي.»
د اپوزېسیون ګوندونو لخوا د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ورور شهباز شریف د لومړي وزارت لپاره کاندید دی او کېدای شي سبا لوړه وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه راز، د پاکستان د پارلمان ريیس اسد قیصر هم له خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړه.
قیصر وویل: « زموږ لپاره تر ټولو لومړی ملک پاکستان دی، زه د ملک خلاف د سازش برخه نه شم جوړېدای.»
دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د لومړي وزیر پر ضد د نه باور رایې طرحه بریالی کېږي.