د ننګرهار امنیتي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د ټرافیکي پېښې په پایله کې اته تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې د څلورو ښځو او یو ماشوم په ګډون اته کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوى وايي چې ټپیان د درملنې په موخه د جلالاباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سرکونو خرابوالی، د موټرچلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي قوانینو نه مراعتول په هېواړ کې د ټرافیکي پېښو درامنځته کېدو لاملونه بلل کېږي.
د يادونې وړ ده چې له دې مخکې هم په دې حلقوي سرک ورته پېښې رامنځته شوي چې تل یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.