د زابل سیمهییزې سرچینې وایي چې د يوه شپږ کلن ماشوم د ژغورنې عمليات چې دوه ورځې وړاندې په دغه ولايت کې په يوه څاه کې لوېدلی وو، لا هم دوام لري.
دغه ماشوم دوه ورځې مخکې یعنې د سه شنبې په ورځ د زابل ولايت د مرکز کلات ښار په يوه لرې پرته سيمه کې څاته لوېدلی. ویل کېږي دغه څاه ۳۵ متره ژوروالی لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد، د روغتیا وزارات سرپرست عبدالباري عمر او د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ورور، انس حقاني هم د پېښې ځای ته ورغلي دي.
سرچینې وایي چې د مرستندویانو ټیم له پرلپسې کېندنو وروسته په څاه کې ایسار ماشوم ته یو متر نژدې رسېدلي دي خو د ډبرو شتون د ژغورنې عملیات پڅ کړی.
د باختر خبري اژانس ویلي چې مسلکي او روغتیايي ډلې هم د پېښې ځای ته استول شوې دي.
د اسلامي امارت وياند او د اطلاعاتو او فرهنک وزارت مرستيال ذبيح الله ویلي چې د ماشوم د ژغورنې هڅې روانې دي، روغتيايي حالت يې ښه دی، اکسیجن او خوراکي توکې ور ښکته کړل شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
څو ورځې وړاندې په هلمند کې هم دې ته ورته يوه پېښه کې پنځه کلن ماشوم ژور څاه ته لوېدلی و چې له څلورو ورځو ژغورنې هڅو وروسته مړ را وايستل شو.