ځینو سرچینې رسنیو ته ویلي چې د افغانستان د ټکواندو فدراسیون رییس او عصبي جراح پروفیسور ډاکټر نجیبالله سکندر په کابل ښار کې تښتول شوی دی.
ډاکټرانو او د ښاغلي سکندر د کار ځای همکارانو ویلي چې نوموړی پرون شپه خپل کور ته د تلو پر مهال تښتول شوی دی.
ویل کېږي دا پېښه پرون د شپې ۱۰:۳۰ بجې هغه مهال رامنځته شوې چې ډاکټر سکندر غوښل له عملیاتو وروسته خپل کور ته ولاړ شي.
د نجیبالله سکندر همکارانو ویلي چې د دې پېښې په اړه اسلامي امارت ته جزییات ورکړي، خو د نوموړي په اړه یې تراوسه څه نه دي موندلي. نجیبالله سکندر د هېواد له تکړه عصبي جراحانو څخه دی.