د کرېکټ ثبت شویو کلبونو «روزنتونونو» ترمنځ د خپلمنځي سیالیو په لړ کې نن پنجشنبه دغه سیالۍ د لغمان ولایت د ۱۶ ثبت شویو کلبونو د لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.
دا سیالۍ چې د مرکز مهترلام په میوند مجاهد کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري د کرېکټ لوبې د پراختیا په موخه پیل شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادو لوبو چمتو کوونکي وایي، په سیالیو کې ګډون کوونکې لوبډلې په څلور ډلو وېشل شوي چې په خپل منځ کې به درې ۳۰ اوره لوبې کوي.
د لغمان د کرېکټ مسوول جمیل ستانکزی وایي، دا سیالۍ په رسمي توګه ترسره کېږي او هغه لوبغاړي چې وړتیاوې ولري، د لغمان ولایتي لوبډلې ته به رابلل کېږي.
نوموړی زیاتوي، د یادو سیالیو پای لوبې ته دوه وتوونکې لوبډلې به د زون په کچه لوبو ته هم لار پیدا کړي چې پای لوبه کې یې ښه سیالۍ کړې وې او یا هم پای لوبه یې ګټلې وي.
د ۲۰۲۱ کال انټرکلب سیالیو کې هغه لوبډلو ته د شاملېدو چانس ورکړل شوی چې په لغمان کې د کرېکټ بورډ له ادارې سره ثبت او راجستر دي.
د کرېکټ لوبغاړی شوکت وايي، د دوی د وړتیاوو د ښکاره کېدو او پرمختګ لپاره دا څېر سیالۍ مهمې دي او له کرېکټ بورډ د مننې تر څنګ غواړي چې د کرېکټ د پیاوړتیا او پراختیا لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
په ختيځو ولایتونو کې د کرېکټ مینهوال او لوبغاړي زیات دي او وخت نا وخت د ولایت او زون په کچه ورته سیالۍ چمتو کېږي چې تر ټولو مهمې هغه يې ننګرهار کې د غازي امان الله خان کرېکټ لوبغالي کې دي چې لسګونه کسان یې نندارې ته هم ورځي.