د تخار د ولایتي شورا غړیو نن په یوه خبري غونډه کې وویل، که څه هم طالب ډله د تالقان ښار د کلابندۍ وسه نه لري، خو د ولسي پاڅونوالو او امنیتي ځواکونو ناسم مدیریت دغه وضعیت ته لاره هواره کړې ده.
د دوی په وینا، د طالبانو د پرمختګ یو لامل په جګړه کې د سټراټېژۍ او منظم پروګرام نه موجودیت دی. د تخار د ولایتي شورا غړی صلاحالدین برهاني وايي، د ولایتي چارواکو د بېغورۍ له کبله ځینې سیمې اوس له طالبانو سره دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په خبره، تر هغه چې چارواکي د سیمو په اړه معلومات ونه لري او په تخار کې د شته ځواکونو ترمنځ بشپړه همغږي رامنځته نه شي، د طالبانو پر وړاندې پرمختګ ناشونی دی.
د تخار د ولایتي شورا منشي محمداعظم افضلي بیا د دغه ولایت له ولسوالیو څخه مرکز تالقان ته د راغلیو کورنیو د وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، جګړه ښار ته را رسېدلې او ډېری بېځایه شویو ته پهکې مرګژوبله اوښتې ده. د هغه په وینا، نه یوازې په روغتونونو کې د ټپیانو د درملنې لپاره لازم درمل نشته، بلکې نورې روغتیايي اسانتیاوې هم کمې دي.
د تخار د ولایتي شورا غړي وايي، تالقان ته راغلې کورنۍ د ښار پر سړکونو تر ونو لاندې شپې او ورځې تېروي.
د تخار د ولایتي شورا غړیو د شمېرو له مخې، په تخار کې ۱۲۰۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوي، خو په وینا یې، نه یوازې تر اوسه یې لپاره کوم ځانګړی کمپ جوړ شوی، بلکې کورنیو او بهرنیو موسسو یې هم لاسنیوی نه دی کړی.