رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند سټفان دوجاریک له قوله لیکلي چې د پخواني ولسمشر محمداشرف غني استازی غلاممحمد اسحاقزی به د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان په استازولۍ خبرې وکړي.
د دغه راپور له مخې، د ملګرو ملتونو غړیو هېوادونو له ډېرو خبرواترو وروسته پرېکړه کړې چې په دغه سازمان کې د افغانستان استازی غلاممحمد اسحاقزی به د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې په میانمار کې د پوځي کودتا او منتخب حکومت د ړنګېدو له کبله د دغه هېواد د استازي نوم د ویناوالو له نوملړ څخه لرې شوی دی.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تېره اوونۍ سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د استازي په توګه معرفي او غوښتنه یې وکړه چې نوموړي ته د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان په استازولۍ د وینا چانس ورکړي.
ویل کېږي تر هغه چې په ملګرو ملتونو کې اړوندو کمېټو د افغانستان او میانمار استازو ته د بارولیکونو د ورکړې په اړه پرېکړه نه وي کړي، اسحاقزی او کیاو مو تون به خپلو دندو ته دوام ورکوي.