قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او د مرکهچي پلاوي ویاند محمد نعیم سلاموطندار ته وايي، د سولې د دویم پړاو مذاکراتو اجنډا پر سر خبرې نه دي ځنډول شوي. نوموړی وايي، پر ځینو موضوعاتو د ډېر بحث لپاره خپلمنځي غونډې کوي او حتمي نه ده چې هره ورځ غونډه ولري.
طالبانو داسې مهال د سولې مذاکراتو د اجنډا پر سر خبرو کې د ځنډ راتلو موضوع رد کړې چې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو د اجنډا پر سر خبرې ځنډېدلي دي.
سياسي شنونکی محمد حسن حقیار هم وایي، قطر کې د افغان دولت او د طالبانو د مرکهچي پلاويو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د اجنډا پر سر یوازې دوه غونډې شوي او وروسته په ټپه درېدلي دي.
حقيار وویل، دا خبرې به د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د کار پیلولو پورې په ټپه ولاړې وي.
خو نوموړی د خبرو د نه پیل پړه تر ډېره په افغان حکومت اچوي او وایي، افغان حکومت تمه لري چې د جوبایډن په راتلو سره د سولې د خبرو په اړه د امریکا حکومت په نظر کی بدلون راشي.
د چارو بل شنونکی یونس فکور بيا وايي، د سولې خبرو د ځنډېدو د نورو لاملونو ترڅنګ، د امریکا د نوي ولسمشر د لوړې مراسم، قطر ته د طالبانو د مرکهچي پلاوي او د سیاسي دفتر د مشرانو نهرسېدل او د ولسمشر محمد اشرف غني هغه څرګندونې چې ویلي و، واک به یوازې منتخب ولسمشر ته سپاري، مهم لاملونه بولي.
دا په داسې حال کې ده چې کابل کې یوې ډيپلوماټیکې سرچینې هم رويټرز خبري اژانس ته ویلي، فکر نهکوي چې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې تر مراسمو دې د سولې خبرو کې د پام وړ پرمختګ وشي.
رويټرز اژانس د افغان دولت او د طالبانو د مرکهچي ډلو د ځینو سرچینو په خبره ویلي، دوحه کې د سولې خبرې درېدلي او په تمه دي چې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د افغانستان په اړه څه ډول تګلاره اعلانوي.
جو بایډن به یوه اوونۍ وروسته یعنې راتلونکې چهارشنبه د لوړې مراسم ترسره کړي.