د کانونو او پټرولیم وزارت سلګونه تنقیص شويو کارکوونکيو نن سهار اعتراض وکړ او د یاد وزارت مخې ته یې د پرلت خېمه ووهله. دوی وايي، له ټولو ۲۶۶۶ کارکوونکيو دغه وزارت ۱۲۰۹ کارکوونکي له خپلو دندو لرې کړي دي چې په درېیمو او څلورمو بستونو کې په دندو بوخت وو.

اعتراض کوونکي د دې وزارت د سلګونو کارکوونکيو او مامورینو تنقیص کول، د ملکي خدمتونو د قانون خلاف ګڼي او وايي، د دې شمېر کارکوونکيو د لرې کولو په اړه پرېکړه قانوني نه ده او پر دې پرېکړې دې بيا کتنه وشي.

پرلت کوونکي د کانونو او پټرولیم وزارت د سلګونو کارکوونکيو لرې کول سلیقه‌یي چلند په ګوته کوي.

خو د کانونو وزارت کې مسوولان د دې شمېر کارکوونکيو لرې کول، په دې وزارت کې د اصلاحي برنامو یوه برخه بولي. د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، دغه پرېکړه د داسې ادارې جوړېدو په موخه شوې چې وکولای شي د خلکو پر اقتصادي ژوند مثبته اغېزه وکړي چې کار يې تر لاس لاندې دی.

د مطفي په وینا، د کانونو او پټرولیم وزارت نوي تشکیلات ټولو اړتیاوو ته په کتلو ترتیب شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د نوي تشکیلاتي جوړښت پر بنسټ ۲۰۵ تخنیکي کارکوونکي د دې ادارې پر شرایطو برابر نه دي، په نورو برخو کې به په دندو وګمارل شي.

۶۶۷ بستونه چې له کلونو راهیسې تش پاتې وو او هېڅ ورته اړتیا نه وه او ۷۸ کارکوونکي چې قانوني کار يې پای ته رسولی او تقاعد شوي دي.

د کانونو وزارت وروسته له هغه د خپلو کارکوونکيو له نیوکو سره مخ کېږي چې هارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سرپرست کانونو وزارت ته د سرپرست په توګه وګمارل شو او دوه اوونۍ وړاندې يې ولسې جرګې کې د باور رایه هم تر لاسه کړه.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام