پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې ډېر ژر به د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شي او دواړه لوري باید ژرترژره بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.
هغه له افغان حکومت څخه غواړي چې د سولې شته فرصت له لاسه ور نه کړي او طالبان دې هم د هېواد له ویجاړولو لاس واخلي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی ټینګار کوي چې دواړه لوري باید هېواد له روان وضعیت څخه وژغوري او خپلې ستونزې د خبرواترو له لارې حل کړي.
- د طالبانو یوه نفوذي کس فراه کې ۷پولیس وژلي
- له بېګاه راهیسې د څلورو ولایتونو په مرکزونو کې جګړه روانه ده
- یوناما: د جګړې پای ته رسولو لپاره دې رښتینې سولې ته لومړیتوب ورکړل شي
حامد کرزی د تېرو شلو کلونو لاستهراوړنو ته په اشارې وايي چې اوسنی نظام په اسانۍ نه دی جوړ شوی او په هېڅ ډول یې باید چا ته د له منځه وړلو اجازه ور نه کړل شي.
د نوموړي په وینا، افغان وسلهوال پوځ، پولیس، نظام او نور عامه بنسټونه په ډېر زیار جوړ شوي او باید وساتل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرې اترې له څو میاشتو راهیسې په ټپه ولاړې دي او ترڅنګ یې په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی دی.