د ملي پراختیا شرکت د نږدې ۶۵۰ پروژو چارې په ټپه ولاړې دي
ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې نن د ملي پراختیا شرکت مسوولانو د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې د دغه شرکت اړوند د ۶۴۸ پروژو چارې په ټپه درېدلي دي.
ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې نن د ملي پراختیا شرکت مسوولانو د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې د دغه شرکت اړوند د ۶۴۸ پروژو چارې په ټپه درېدلي دي.
د ښارجوړونې او ځمکو وزارت مسوولان وايي چې دغه وزارت سږکال د بودیجې د کمښت له امله نشي، کولای چې یوشمېر پروژې پلې کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشري پلاوي نن په تاشکند کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر ویلادیمیر نوروف سره کتلي دي. په دغه کتنه کې امیرخان متقي خپل ازبکستاني سیال ته افغانستان کې د ډاډمن امنیت او پانګونې لپاره د فرصتونو رامنځته کېدو په اړه ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي.
رویټرز خبري اژانس له دوو باخبره سرچینو راپور ورکړی چې نړیوال بانک افغانستان کې د روغتیا، کرنې او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برخه کې درې پروژې بېرته پیلوي، خو د پوهنې په برخه کې د نږدې ۱۵۰ میلیونه ډالرو پروژه به همداراز تړلې وي. راپور کې ویل شوي چې په دغه ناسته کې به د پیسو نړیوال صندوق، د اسلامي پراختیا بانک او افغانستان کې د ملګروملتونو استازولي یا یوناما استازي ګډون وکړي.
د پکتیا ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وايي چې د یونیسف ادارې په مالي لګښت او د ډاکار موسسې لهخوا د دغه ولایت په مرکز ګردیز او ۸ ولسوالیو کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک پاکولو اوبو رسولو د لسو پروژو چارې په رسمي توګ پيل شوې.
د مخکیني جمهوري نظام تر سقوط وروسته د روزګان مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې د بیارغونې لسګونه پروژې چې کارونه يې نيمګړي پاتې وه، له نامعلوم برخليک سره مخ دي.
د ملي پراختیا شرکت مسوولان وايي، هغه شرکتونه چې د دوی پروژې یې مخته وړي او یاد شرکت ترې پوروړی وو، د دغو شرکتونو شاوخوا ۲۴.۷ میلیارده افغانۍ پور یې ادا کړی دی.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي او ورسره مل پلاوي یې ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف او یوشمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.
کندوز کې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو له مخې، د طالبانو له راتګ وړاندې په دغه ولایت کې له ۲۰ زیاتې تصویري، غږېزې او چاپي رسنیو فعالیت درلود، خو د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، له پنځو رسنیو پرته پاتې ۱۵رسنۍ د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.
ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې له دوه ځله ردولو وروسته بالاخره نن دا بودیجه د رایو په ډېروالي سره تصویب کړه.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړي وايي چې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې په درېیمه مسوده کې د دې جرګې د غړیو ډېری غوښتنې او وړاندیزونه په پام کې نیول شوي دي.
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ نن د اقینې ـ اندخوی اوسپنې پټلۍ، د ترکمنستان-شبرغان برښنا او نوري فایبر پروژې پرانیستل شوې.
ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د دغو پروژو پرانیست غونډه کې په انلاين بڼه خبرې وکړې.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولانو په ۶ ولایتونو کې د اړمنو مېرمنو د ځواکمنولو لپاره د ۵۵ پروژو د پیل اعلان کړ.
د يادې ټولنې سکرټر جنرالې نیلاب مبارز نن کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، د يادو پروژو په عملي کولو سره به مرستونونو کې له ۸۴۰ ډېرې مېرمنې په بېلابېلو برخو لکه خياطي، د سابون توليد، چرګانو، مالدارۍ او يو شمېر نورو برخو کې زدهکړې وکړي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون