پکتیا کې د کارېزونو او څاه‌ګانو وچېدل؛ خلک د څښاک اوبه نه لري

د پکتیا چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د اوبو کچې ټيټېدو له امله ډېری څاه‌ګانې، کاریزونه او چینې چې خلکو به د څښاک اوبو لپاره ترې ګټه اخیستله، وچې شوې دي.
د پکتیا د سندیزې حوزې ریاست د اوبو اندازه کولو برخې مسوول احمدالله احمدزی وایي، د لمرېزې برښنا په وسیله له ژورو څاهګانو د اوبو را اېستلو له کبله د اوبو کچه ټیټه شوې او زیاتره څاهګانې او کارېزونه وچ شوي دي.

۶۰سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مجیب‌الرحمن عمر نن په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. هغه د اوبو مدیریت د اسلامي امارت له اساسي مسوولیتونو څخه ګڼي.

نډ پرایس: امریکا افغانستان ته د مرستو د لېږد لارې چارې لټوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وايي چې د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې بشري وضعیت خورا خراب شوی او امریکا افغانانو ته د مرستو د لېږد پر لارو چارو بوخته ده چې څه ډول دغه هېواد ته بشري مرستې ورسوي. نډ پرایس ویلي چې امریکا له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره افغانستان ته د بشري مرستو پر لېږد ګډ کار کوي.

نهه میلیونه افغانان د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د یوې خبرپاڼه په  خپرولو سره خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري ناورین مخ په پراخېدو دی او لوږه په دغه هېواد کې خپلې کمسارې کچې ته رسېدلې.  د دغه بنسټ ویاند بابر بلوچ ویلي چې نږدې ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي چې له ډلې یې ۹ میلیونه وګړي د قحطۍ له جدي ګواښ سره دي.

لوږه او وچکالي د جوزجان د اوسېدونکو ژوند ګواښي

د جوزجان د ولایتي شورا غړي وایي چې د دغه ولایت په مرکز او اړوند ولسوالیو کې د وچکالۍ او جګړې د پراخېدو له امله د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی.  د جوزجان د ولایتي شورا غړی حفیظ‌لله ندرت وایي، په روان کال کې وچکالي د دغه ولایت اوسېدونکي په جدي توګه ګواښي.

بادغیس کې وچکالي: له ۶۰۰ ډېرې کورنۍ بې‌ځایه شوي

په روان کال کې وچکالۍ د هېواد لوېدیځې سیمې په ځانګړې توګه بادغیس ولایت ډېر ځپلی او د دغه ولایت اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره ، دوی وایي، روان کال په دغه ولایت کې ورښت کم وو او ځمکو یې هم هېڅ حاصلات نه دي ورکړي. لاس او ګریوان کړي چې ځينې یې ان اړ کړي، څو خپلې مینې پرېږدي او د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار ته کډه شي. دوی وایي، سږکال په دغه ولایت کې ورښت کم وو او ځمکو یې هم ښه حاصلات نه دي ورکړي.

هرات؛ روان کال د بارانونو د کموالي او د وچکالۍ په اړه د مسوولانو خبرداری

د هرات سیمه‌ییز مسوولان وايي، روان کال کې به بارانونه کم وي او وچکالي به ډېره وي. د ياد ولايت د کرنې ریاست سرپرست او مسلکي مرستیال بشیر احمد احمدي وايي، هرات کې په ۱۳۹۸ کال کې له ۲۰۰ ملي مټرو ډېر باران وورېد؛ خو په ۱۳۹۹ کال ژمي کې د دغه باران کچه ۶۹ ملي مټره وه.

افغانستان د منځنۍ او سختې وچکالۍ دورې په مخ کې لري

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو سرچینو عمومي ریاست سرپرست فایز رحمان عزیزي د کمال خان بند د حیاتي ارزښت ارزونې په غونډه کې وویل، د دغې ادارې تازه ارزونې ښيي چي ټاکل شوې افغانستان په راتلونکو کلونو کې د منځنۍ او سختې وچکالۍ له دورو سره مخامخ شي.

له وچکالۍ سره د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت چمتووالی

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي، دوی له وچکالۍ سره مبارزې ته چمتو دي.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني نن ملت ته د حکومت د حساب ورکړې په پروګرام کې وويل، راتلونکی کال  وچکالي د یو لوی ګواښ په توګه پېژندل شوی؛ خو ياد وزارت اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ، وچکالۍ سره يې د مبارزې کميسيون جوړ کړی دی.

له افغانستان سره د نړیوال بانک ۹۷،۵ میلیونه ډالره وړیا مرسته

د نړیوال بانک مدیره پلاوي پرون له افغانستان سره د دغه بانک ۹۷،۵ میلیونه ډالره وړیا مرسته تصویب کړې ده.
دا پیسې به د نړیوالې پرمختیايي ادارې له لوري د وچکالۍ او د کورونا ویروس له کبله د خوراکي خوندیتوب په موخه د افغانستان په کلیو کې ولګول شي.
نړیوال بانک ویلي چې د دغو مرستو یوه برخه به په افغانستان کې د وچکالۍ اغېزو د ژر مخنیوي په برخه کې ولګول شي.