د ۱۴۰۰ کال له پيله د دولتي کارکوونکيو معاشونه ۲زره افغانۍ زياتېږي
د ولسي جرګې د مالیې او بوديجې کمېسیون رييس میرافغان صاپی وایي، له حکومت سره د ښوونکيو، ټیټ پوړو چارواکيو او دولتي اجیرانو د معاشونو پر ډېرېدو هوکړې ته رسېدلي دي.
د ولسي جرګې د مالیې او بوديجې کمېسیون رييس میرافغان صاپی وایي، له حکومت سره د ښوونکيو، ټیټ پوړو چارواکيو او دولتي اجیرانو د معاشونو پر ډېرېدو هوکړې ته رسېدلي دي.
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده نن کابل کې یوه خبري غونډه کې د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې سند تصویب کې د ځنډ له کبله د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ويې ويل، که ولسي جرګه بودیجه تصویب نه کړي، هېواد کې به د بېوزلۍ کچه لوړه شي او اقتصادي وده به زیان وویني.
د ولسي جرګې غړيو یو ځل بیا خپله نننۍ عمومي غونډه کې د ۱۴۰۰مالي کال پر بوديجې بحث وکړ. د يادې جرګې رييس میر رحمان رحماني وايي، د ملي بوديجې درېيمه مسوده څلور ورځې مخکې جرګې ته وړاندې شوې او اړوند کمیسیون پرې کار هم کړی دی.
خو رحماني وویل، د بوديجې مسوده ټولو کمیسیونونو ته استول شوې او هر کمیسیون کې دې پرې بحث او کار پیل شي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړيو نننۍ عمومي غونډه کې وویل، سره له دې چې د مالیې وزارت د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې درېیمه مسوده هم جرګې ته استولې؛ خو بیا هم ډېرې ستونزې لري.
دوی وايي، سره له دې چې د ولسي جرګې غړيو د نامتوازنوالي له کبله د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې مسوده دوه ځلې رد کړې؛ خو د بودیجې درېیمه مسوده هم د ستونزو له حل پرته جرګې ته استول شوې ده.
د ولسي جرګې يو غړی وايي، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب خپله مېرمن د ۱۸زرو ډالرو معاش په ورکړې سره خپله سلاکاره ټاکلې ده.
يادې جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی عبدالرووف انعامي وايي، د حمدالله محب مېرمن د امريکا ده او د امنيت شورا برخه کې نه کاري تجربه لري او نه هم…
شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د قطر په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوې؛ خو تر دې دمه دا خبرې د افغانانو لپاره د منلو وړ پایله نه لري. د دې وضعیت په دوام د ولسي جرګې غړيو د يادې جرګې د رییس میر رحمان رحماني په مشرۍ یو کمیسیون جوړ کړ.
تېره ورځ د میدان وردک بهسودو سیمه کې د خلکو لاریون په تاوتریخوالي بدل شو. د ياد ولايت د امنیې قومندان په امر امنیتي ځواکونو پر اعتراض کوونکيو ډزې کړي چې پایله کې یې يو شمېر کسان وژل شوي او يو شمېر هم ټپیان دي.
ولسي جرګه کې د میدان وردکو ولایت استازی مهدي راسخ نن کابل کې یوه غونډه کې وویل، حکومت بهسودو کې ملکي وګړي په نښه کړي دي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، حکومت د ۱۴۰۰مالي کال بودیجه یرغمل نیولې او ولسي جرګه له دې کبله چې د بودیجې سند یې رد کړی، د حکومت تر برید لاندې راغلې ده.
د يادې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دغې جرګې یو شمېر وکیلانو د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې په تصویب کې ځنډ او د یادې جرګې له لوري د بوديجې سند د ردېدو په تړاو د شخصي لاملونو له کبله د یادې جرګې د تورنېدو ترڅنګ وایي، حکومت د عامه افکارو په تحریفولو سره پر بوديجې ولکه خپله کړې.
د ولسي جرګې غړي وايي، د باختر د سرو زرو خزانه چې د افغانیو پشتوانه ده، له ګواښ سره مخامخ ده.
د ولسي جرګې رییس او یوشمېر غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د اندېښنې تر څنګ وویل، د باختر د سرو زرو خزانه چې د افغانیو پشتوانه ده، له ګواښ سره مخامخ ده او هېڅ تضمین نشته چې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې دې بهر ته قاچاق نه شي.
ولسي جرګې په خپله نننۍ غونډه کې دويم ځل لپاره د ۱۴۰۰مالي کال بوديجه چې د ماليې وزارت له لوري ورته لېږل شوې وه، د رایو په اکثريت رد کړه.
د ولسي جرګې رييس میر رحمان رحماني په نننۍ غونډه کې وويل، ماليې ورازت نه يوازې دا چې د بوديجې د طرحې۱۷ موارد يې سم کړي نه دي، بلکې دوه نور موارد چې تخطي ښيي په بوديجه کې زيات کړي دي.
ارګ په تازهګۍ سره یوې اعلامیه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د «حقوقي واحد» رامنځته کولو خبر ورکړی او په راس کې يې کبير عيساخېل ګمارلی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او بهرنیو شرکتونو سره د افغان دولت د ټولو هوکړهلیکونو، معاهداتو او سوداګریزو او اقتصادي قراردادونو مسوده دې، دغې ادارې سره په همغږۍ طی مراحل کړي.
د ولسي جرګې رییس وايي چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو یوشانوالی د دې جرګې لپاره سره کرښه ده او تر هغه چې حکومت د مامورینو، اجیرانو، ښوونکو، ټیټپوړو کارکوونکو، سرتېرو او افسرانو د معاشونو یوشانوالي په اړه د هغوی غوښتنې په پام کې ونه نیسي، د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه به تصویب نه کړي.
مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې پر سر د ارګ او ولسي جرګې ترمنځ د ناندریو په دوام، په یاده بودجه کې د ۲۰ میلیارډه افغانیو ډېروالی کابینې ته وړاندې کړه. کابینې هم د مالیې وزارت طرحه تایید او ټاکل شوې نن یو ځل بیا ولسي جرګې ته ولېږل شي.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون مشر میر افغان صافي له مالیې وزارت سره ددغه کمیسیون په ګډه غونډه کې ويلي، که څه هم د ولسي جرګې مالي او بودیجې کمیسیون په کراتو او د رسمي مکتوبونو په لېږلو سره له مالیې وزارت څخه د ۹۱یم کوډ د پیسو د لګښت د څرنګوالي په اړه پوښتلي، خو دغه وزارت په بېلابېلو پلمو سره د دوی غوښتنو ته ځواب نه ورکوي.
د ولسي جرګې له لوري يوه اوونۍ وړاندې چې د ۱۴۰۰ مالي کال بوديجه رد شوه، اوس ولسمشر محمد اشرف غني د يادې جرګې د پرېکړې په غبرګون کې ويلي، پارلمان یوازې د بوديجې د رد او تصويب مسووليت لري.
ولسمشر محمد اشرف غني نن د کابینې په غونډه کې ویلي، د اساسي قانون له مخې بودیجه د اجراييه قوې کار دی او پارلمان یوازې کولای شي هغه رد او یا تصویب کړي.
ولسي جرګې نن د دولتي کارکوونکيو د معاش د یو شان کولو لپاره طرحه تصویب کړه. دغه طرحه د يادې جرګې د ۳۰ وکيلانو له لوري وړانديز شوې وه.
د ولسي جرګې رييس میررحمان رحماني وویل، د ولسي استازو د وړاندې شوې طرحې له مخې دې، د مامورینو، ښوونکيو، متقاعدینو، اجیرانو او سرتېرو د معاشونو یو شان کولو لپاره، له ۹۱ او ۹۲ کودونو، انټياې، سوپرسکېل او سيبيار معاشونو څخه استفاده وشي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون