![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2024/05/مشاعره-300x181.jpg)
لغمان کې د «سمسور لغمان» کلنۍ دودیزه مشاعره جوړه شوه
سږ کال په لغمان کې د «سمسور لغمان» په نوم کلنۍ مشاعره چې هر کال په پسرلي کې جوړېږي، د بېلابېلو ولایتونو د یوشمېر شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو، ژورنالېستانو او ځوانانو په ګډون جوړه شوه.
سږ کال په لغمان کې د «سمسور لغمان» په نوم کلنۍ مشاعره چې هر کال په پسرلي کې جوړېږي، د بېلابېلو ولایتونو د یوشمېر شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو، ژورنالېستانو او ځوانانو په ګډون جوړه شوه.
لغمان کې د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د کبانو او هیلیو ښکار له بندیز وروسته د دغه ولایت یوشمېر ښکاریان وایي چې پر ښکار د بندیز له امله یې ورځنی کاروبار زیانمن شوی دی. دوی زیاته کړه چې د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري یې د ښکار لپاره جوړ شوي ځایونه او جالونه لهمنځه وړل کېږي او د ښکار اجازه نهلري.
د لغمان پوهنتون رییس محبالله هدایت نن په دغه ولایت کې د لوړو زدهکړو وزارت د سرپرست ندامحمد ندیم لپاره جوړه شوې غونډه کې له هغه غوښتنه وکړه چې د پوهنتون د ابادۍ او پرمختګ برخه کې ورسره همکاري وکړي، څو یې د انګړ دېوال بشپړ او د پوهنځیو لپاره هم ودانۍ جوړې کړي.
د لغمان د مرکز مهترلام په ګډون، په قرغیو او الیشنګ ولسوالیو کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکې د ۲۸۰۰۰ نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل شوه.
د لغمان والي قاري زینالعابدین عابد وایي چې د مالټو د دغو باغونو پر جوړولو یو لک امریکایي ډالره لګښت راځي چې د اېفاېاو موسسې له لوري ورکول کېږي.
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري «سهشنبه، د غبرګولي ۱۶مه» د دغه ولایت مرکز مهترلام ښار کې د «سمسور لغمان دودیزه پسرلنۍ» مشاعره جوړه شوه.
دغه مشاعره چې سږکال د محترلام ښار اړوند «نوري» کلي کې د سیند تر غاړه جوړه شوې وه، ګڼشمېر شاعرانو، لیکوالانو، حکومتي مسوولانو او عامو خلکو پهکې ګډون کړی وو.
د لغمان او ننګرهار اوسېدونکي د کابلـجلالاباد پر لویې لارې له وروستیو ټرافیکو پېښو وروسته غوښتنه کوي چې د دې لویې لارې دویم سړک دې جوړ شي.
د دوی په وینا، که څه هم له اوږدې مودې راهیسې د یاد سړک سروې بشپړه شوې، خو لا یې هم چارې ټکنۍ دي. د خلکو په خبره، هره ورځ پر دې لارې ټرافیکي مرګونې ټرافیکي پېښې کېږي چې له کبله یې هر کال لسګونه کورنۍ د ویر پر ټغر کېني.
د لغمان د امنیې قومانداني مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د لغمان د امنیې قومانداني د ټرافیکو مدیر حبیبالله مبارز سلاموطندار ته ویلي چې دا پېښه نن (د غبرګولي شپاړلسمه، د سهشنبې ورځ) د کابل-جلالاباد پر لویې لارې شوې ده. د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یوې کرولا له مازدا ډوله موټر سره تکړ دی.
د لغمان د امنیې قومنداني د ټرافیکو مدیر مولوي حبیبالله مبارز سلاموطندار ته ویلي چې د کابل-جلالاباد پر لویه لاره د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي له امله یې د موټرو د سرعت «ګړندي تګ» کنترولولو سېسټم فعال کړی دی.
لغمان کې کروندګر وايي چې د نورو کلونو په پرتله یې سږ کال د «هوږې» په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
دغه کروندګر زیاتوي چې پخوا به یې په ډېره کمه اندازه هوږه کرله او د ګټېوټې تمه به یې ورڅخه نه وه، خو په وینا یې، سږکال یې د هوږې حاصلات له تېر سره په پرتله زیات شوي دي. یاد کروندګر له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی محصولاتو ته مناسب بازار پیدا کړي.
د لغمان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه کور چت پرېوتو له کبله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او یوه کوچنۍ نجلۍ ټپي شوې ده.
د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د «سراج تاريخي کلا، د مهترلام بابا زيارت او شاهي منار» د دغه ولايت نوموتي تاريخي ځايونه بلل کېږي.
خو د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولان وايي چې په ټولیزه توګه په دغه ولايت کې شاوخوا ۵۰ تاريخي ځایونه شته چې یوشمېر یې بیارغونې ته اړتیا لري. بلهخوا په لغمان کې يوشمېر فرهنګيان د ځينو رغول شويو تاريخي ځايونو ساتنې ته د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.
د هېواد په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې نجونې زدهکوونکې وایي، د نجونو له زدهکړو پرته ټولنه هېڅ ډول پرمختګ نهشي کولای او اسلامي امارت دې د دوی دا شرعي حق په زوره نه ترې اخلي.
دا نجونې زدهکوونکې وایي، د ښوونځيو او پوهنتونو له تړل کېدو وروسته نه یوازې خپل راتلونکي ناڅرګند برخلیک ته اندېښمنې دي، بلکې له اروايي ستونزو سره یې هم مخ کړې دي.
د لغمان د ورزش امریت مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د پهلوانۍ ملي لوبډلې د لوبغاړو د غوراوي سیالۍ پیل شوي دي.
د مسوولانو په وینا، دغه سیالۍ پرون جمعه د کب ۱۲مه د هېواد د لسو بېلابېلو ولایتونو د پهلوانانو ترمنځ پیل شوي چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
د لغمان امنیتي چارواکي د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالي کې د یوه وسلهوال برید پر مهال د ناوې او زوم د وژل کېدو خبر ورکوي.
د لغمان د امنیې قومانداني ویاند یونس یوسفزی وايي، دا پېښه پرون مازدیګر د الیشنګ ولسوالي په ګونهپال سیمه کې شوې ده.
د لغمان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د کور د چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د لغمان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ا.ا د سرتېرو پر رنجر موټر چاودنه شوې چې له امله یې دوه سرتیري وژل شوي دي.
پېښه نن سهشنبه د تلې ۱۹مه د لغمان اړوند الینګار ولسوالي کې رامنځته شوې ده.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون