د اسلامي امارت مشر شیخهبتالله اخندزاده کندهار کې د افغان حجاجو ښوونکو لپاره جوړ شوي سیمینار ته وینا کې ویلي، د قصاص حکم پلي کول د شریعت مهمه برخه ده او دا د بشر حقونو خلاف نه؛ بلکې د اسلامي حدودو پوره عملي کېدل دي.
د ده په وینا، «کفار» هڅه کوي چې هېواد کې اسلامي احکام تطبیق نهشي. هغه وویل: «کفار نه غواړي چې پر ځمکه د الله ج احکام تطبیق شي، بلکې غواړي چې د دوی حکمونه پلي شي.»
هغه ویلي چې مسلمان باید پوره اسلام پر ځان ومني.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د شیخهبتالله اخندزاده دغه څرګندونې وروسته له هغې دي چې اسلامي امارت د تېرې جمعې په ورځ فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې پر څلورو کسانو د قصاص حکم پلي کړ.
یوشمېر بنسټونو پر دغو څلورو کسانو د قصاص حکم عملي کولو په غبرګون کې د دغه ډول سزاوو د پایته رسولو غوښتنه کړې ده.






