د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي چې دغه هېواد کې د مېشت چینايي وګړو امنیت به په بشپړه توګه نیسي او په وینا یې، په دې تړاو یې یو پلان هم چمتو کړی دی.
شهباز شریف دغه څرګندونې سهشنبه، مې ۲۸مه پاکستان کې د چین پانګونې او د چینايي وګړو د امنیت اړوند په جوړې شوې یوې غونډه کې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه په یاده غونډه کې پر چین غږ کړی چې دغه هېواد کې پانګونې ته راودانګي او په وینا یې، دوی به یې د امنیت خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
شریف همداراز د سيپيک پروژې راتلونکي پړاو په اړه هم چمتووالی ښودلی او زیاته کړې یې ده چې د چین په مرسته به ګوادر بندر کې د لېږد رالېږد یو ستر مرکز جوړ کړي.
له دې وړاندې د پاکستان کورنیو چارو وزیر دغه هېواد کې د چینايي وګړو امنیت خوندیتوب لپاره د خوندي ښار «سېف سیټي» په نوم د پروژې پیل پرېکړه هم شوې وه.
پاکستان داسې مهال چین دغه هېواد کې د پانګونې لپاره رابولي چې دې وروستیو کې پر چینايي وګړو وسلهوال بریدونه زیات شوې دي.
د روان کال د مارچ پر ۲۶مه په خېبرپښتونخوا کې د یوه ځانمرګي برید پرمهال پنځه چینايي انجینیران او د هغوی پاکستانی موټرچلوونکی وژل شوي وو.