د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې له ۴۰۰ نجونو او هلکانو سره د سلام‌وطندار د نظرپوښتنې پایلې ښيي چې ۷۹.۵ سلنه دغه ځوانان د کډوالۍ انګېزه لري. دغو ځوانانو ویلي چې خپلو موخو او غوښتنو ته د رسېدو لپاره، نورو هېوادونو ته د تلو په فکر کې دي.

نظرپوښتنه کې راغلي چې بېلابېل دلیلونه لامل شوي چې دوی د کډوالي په فکر کې شي. د ۳۱۴ پوښتل شویو ځوانانو له ډلې چې د نظر پوښتنې ۷۹.۵ سلنه جوړوي او د کډوالۍ هوډ لري، ۳۵ سلنه هغوی ویلي چې د زده‌کړو د دوام او کاري پرمختګونو، ۳۳.۴ سلنه نورو د اقتصادي ننګونو او کاري فرصتونو او ۳۱.۵ سلنه نورو ټولنیز ثبات او غوره راتلونکې ته د رسېدو لپاره د کډوالۍ په فکر کې دي.

۲۸کلن عبدالله د پروان اوسېدونکی دی او وايي، د زده‌کړو د دوام او غوره راتلونکې لپاره غواړي له افغانستانه ووځي او بل هېواد ته لاړ شي. «زده‌کړې راته تل مهمې دي، خو دلته هېواد کې نه فرصتونه شته او نه هم ملاتړ. کله چې ګورې ټولې هڅې دې له پامه غورځول کیږي، نو مجبوره یې چې د تلو فکر وکړې. کډوالي زما لپاره د تېښتې لاره نه ده، بلکې هدف ته رسېدل دي.»

د کابل دوه اوسېدونکې ۲۴کلنه هدیه او ۲۸کلنه صنم له هغو ځوانانو دي چې کډوالي له ورځنیو فشارونو د تېښتې او د غوره راتلونکې جوړولو لپاره یوازینۍ لار بولي.

دوی وویل، بېکاري، د ټولنیز ثبات نه‌شتون او رواني ستونزې هغه لاملونه دي چې ځوانان اړ کوي ترڅو بهر ته د تلو فکر وکړي.

«د ورځې په تېرېدو زمونږ لپاره ژوند سختیږي، نه کار شته او نه هم ذهني ارامي. له دغو ټولو اقتصادي ستونزو سره سره، د راتلونکې جوړولو لپاره هېڅ هیله نه‌لرم. کډوالي زما لپاره د نفس اېستو یو فرصت دی.»

«له کله چې مو سترګې خلاصې کړي، تل مو بې‌ثباتي تجربه کړې، امنیت نه شته، ارامي نشته، راتلونکې مالومه نه ده. زمونږ یوازینۍ هیله دا ده، ترڅو داسې یو ځای کې ژوند وکړو چې د زیار اېستلو قدر مو وشي او وکولی شو په خپلو پښو ودریږو.»

ورته وخت کې د ۸۶ ځوانانو له ډلې چې افغانستان څخه د وتو هوډ نه‌لري، ۵۲ هغوی چې د نظرپوښتنې ۶۰.۵ سلنه جوړوي وايي، د مالي ستونزو او د نورو هېوادونو په ژبو او قوانینو د نه پوهېدو په دلیل نه غواړي چې کډوال شي.

۲۳.۳ سلنه نورو د مسوولیت احساس او هېواد سره د مینې او لېوالتیا لرلو په دلیل د کډوالۍ هوډ نه لري او ۱۶.۲ سلنه نور هم هېواد کې ټولنیز او اقتصادي شرایط مناسب بولي او نه غواړي چې کډوال شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کابل اوسېدونکی ۲۸کلن سید احمد چې د مالي ستونزو او امکاناتو نه لرلو په دلیل نه غواړي کډوالۍ ته مخه کړي، داسې وايي: «په رښتیا سره، کډوالي زموږ د ډېرو لپاره په یوه هیله بدله شوې، خو حقیقت دا دی چې امکانات یې، نه‌لرو. د سفر لګښتونه لوړ دي او موږ د هېوادونو ژبې یا شرایط باندې نه‌پوهیږو. له بلې خوا، ما تل احساس کاوه چې زه د خپل وطن په وړاندې مسؤلیت لرم. که هرڅوک لاړ شي، نو څوک به پاتې شي چې کوم څه بدل کړي؟ د ټولو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره سره، زه لاهم هیله لرم چې موږ دلته راتلونکی جوړ کړو.»

د ټولنیزو چارو یوشمېر کارپوهان پر دې باور دي چې کډوالۍ ته د ځوانانو لېوالتیا، د یوه هېواد اقتصادي، ټولنیز او امنیتي جوړښتونو کې د ژور ناورین نښه ده چې لامل کېږي د تولید، نوښتونو، او ټولنیز پرمختګ د پام وړ کم شي.

د ټولنیزو چارو کارپوه احمدراشد صدیقي وویل: «له بده مرغه، د کډوالۍ په بحث کې او د مهاجرت د هڅونې په اړه مختلف عوامل شتون لري چې د ټولنیز-اقتصادي عواملو پربنسټ، د شخصي او مالي امنیت په بڼه دي. ځوانان د کار، زده‌کړې یا د فزیکي امنیت په پلمه په بهرنیو هېوادونو کې د نسبي راتلونکي د خوندي کولو لپاره مهاجرت کوي. له ټولنیز پلوه، دا یو ویجاړونکی او ناورین دی چې کولای شي، زموږ ټولنه په ګډوډۍ کې واچوي، ځکه چې کله ځوانان مهاجرت کوي، کاري ځواک او تعلیم یافته دماغونه چې هېواد یې باید وکاروي، مهاجرت کوي او دا د دې لامل کېږي چې موږ یوه فلج شوې ټولنه ولرو. هغه ټولنه چې د زده‌کړې او پرمختګ ځواک نه‌لري، یوه فلج شوې او مصرفي ټولنه ده.»

د یاد کارپوه په وینا، د باکیفیته ښوونیزو فرصتونو رامنځته کولو ترڅنګ، د ځاني او شغلي امنیت تامین او ځوانانو سره له تبعیض پرته چلن کولای شي چې کډوالي راکمه کړي.

نوموړي وویل: «که چیرې تعلیمي فرصتونه رامنځته شي، فزیکي او حرفوي خوندیتوب رامنځته شي، د تولید او صنعتونو په اړه په بحثونو کې ملاتړ چمتو شي، له دوی سره څو ګونی چلند ونه‌شي او د دوی لپاره فرصتونه رامنځته شي چې زموږ ټولنې سره وصل شي، دا کولای شي ودې، پرمختګ او زموږ د ټولنې لپاره ښه راتلونکې رامنځته کړي او دا به ځوانان د هېواد پرېښودو هڅونې او پرېکړې څخه منع کړي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې د ناقانونه کډوالۍ ډېروالي له امله، هغه ځوانان چې هېواد یې پرېښی، شمېر یې نه‌لري. دوی ټينګار کوي، هغه کډوال چې هېواد ته د بېرته راتلو هوډ لري، هېواد کې دننه ورته د کار او اړینې اسانتیاوې برابروي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني سلام‌وطندار ته وویل: «هغه ځوانان چې هېواد څخه ځي، شمېر یې نه‌لرو او موږ سره ثبت نه‌دي، ځکه دوی ناقانونه ځي او موږ ته یې شمېر نه‌معلومېږي، هغوی چې قانوني ځي، وزارت سره ثبت دي او هغه ځوانان چې هېواد ته راځي، د نورو کډوالو په څېر ورته امتیازات ورکوو، مرسته کوو او مهارتونه یې، لیکوو، څو راتلونکې کې د دوی مهارتونو ته په کتو ورته کاري زمینه برابره کړو.»

د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمېرو پربنسټ، ۲۰۲۴کال کې څه باندې دوه میلیونه او ۴۶۹زره افغانان هېواد څخه وتلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام