لسګونو روزګانیانو نن د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له کبله د اعتراض په توګه لاریون وکړ. دوی وايي، له یوې خوا سوړ ژمی پرې راغلی او بلهخوا وزګاره دي؛ نو سختو اقتصادي ستونزو پرې تریخ کړی دی.
لاریونوالو له حکومت څخه وغوښتل چې د کار اسانتیاوې ورته برابرې کړي، څو له لارې یې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا او ژوند وچلوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوه لاریونوال محمداسماعیل سلاموطندار ته وویل، سره له دې چې له څو میاشتو راهیسې په کار پسې ګرځي، خو لا یې نهدی پیدا کړی.
هغه وايي، د لومړنیو خوراکي او سونتوکو بیې لوړې شوي او دوی یې د پېرلو وسه نه لري. نوموړی له حکومت څخه غواړي چې کار ورته پیدا کړي یا هم بیړنۍ مرستې ورسره وکړي.
یوشمېر نور لاریونوال هم له وزګارتیا څخه د شکایت ترڅنګ وايي، هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته په دغه ولایت کې د وزګارتیا کچه ۸۰ سلنه لوړه شوې ده.
په همدې حال کې د روزګان والي مولوي عليجان احمد وايي، د وزګارتیا له منځه وړلو لپاره پر بېلابېلو پلانونو کار کوي او په نږدې راتلونکې کې به په دغه ولایت کې د کانونو اېستلو چارې پیل شي.
هغه وايي، په روزګان کې یې د پراختیايي پروژو په پیلولو سره هڅه کړې چې خلکو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړې.
د روزګان اوسېدونکي داسې مهال د وزګارتیا او ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله د اعتراض په توګه سړکونو ته راوتلي چې یوشمېر بهرنیو موسسو او خیریه بنسټونو د اسلامي امارت له لوري د ښځینهوو پر کار د بندیز په غبرګون کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.