د کابل بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱م‌ خزاني نندارتون یوشمېر ګډونوالوالې مېرمنې وايي، د نندارتونونو جوړول د دوی بازارموندنې ته زمینه برابره کړې او باید دې برخې ته ډېر پام وشي.

فوزیه سخي‌زاده چې دغه نندارتون کې یې، ګډون کړی او د خیاطي او ګل‌دوزي کارخونې مسووله ده، وايي، دغه نندارتون د نوموړې محصولاتو پلور ته زمینه برابره کړې او دا ترې خوښه ده. «نندارتونونه موږ سره مرسته کوي، څو مالي تمویلونکو او بنسټونو سره وپېژنو او ډېر پېردونکي پیدا کړو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

فوزیه د اکتید بنسټ په مرسته له بدخشان څخه کابل ته راغلې. هغه وايي، کارخونه کې یې، پنځو مېرمنو ته د خیاطي، ګل‌دوزي، مرۍ دوزي او نورو برخو کې د کار زمینه برابره شوې.»

په ورته مهال د یاد نندارتون یوه بله ګډونواله انېتا سخي‌زاده وايي: «لومړی ځل دی چې د اکتید په مرسته  له هرات دلته راغلې یم او ډېره خوښه یم؛ د ښځو ملاتړو بنسټونو څخه غواړم چې د ښځو ملاتړ وکړي، څو خپلواکې شي.»

۵۸کلنه حبیبه سادات چې د لاسي صنایعو برخه کې فعالیت لري، وايي، دې نندارتون کې یې، د څادر، غاړې، بیک او لباس ګنډلو برخه کې بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي دي.

مسعوده عثماني چې د انګ‌بین شرکت مسووله ده او دې نندارتون کې یې، ګډون کړی، وايي: «نندارتون کې ګډون ګټور دی؛ لومړی خلک له خپلو وطني محصولاتو خبرېږي؛ دویم محصولاتو ته بازارموندنه کېږي او ښه پلور پیدا کوي.»

د یاد نندارتون یوه بله ګډونواله خاطره نوري په شخصي توګه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه غرفه رانیولې او نندارتون کې یې، خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړې دي. «له نندارتون راضي یم؛ همدا ګډون لامل شوی چې سوداګرې مېرمنې ووینم؛ د خلکو ګډون پراخ او پلور ښه دی.»

د خاطرې په وینا، کارخونه کې یې، یوولس مېرمنې کوي او لاسي صنایع، د اوبدلو وسایل، افغاني لباس او بیکونه تولیدوي. «له بنسټونو غواړم چې راشي او ملاتړ مو وکړي، څو ډېر محصولات تولید کړو او خرڅ یې، کړو.»

۲۰کلنه سویتا د روپاني شرکت کارکوونکې ده. دا وايي، یاده کارخونه کې څه باندې ۶۰ کسان کار کوي. «هر ټولګي کې له لسو تر ۲۰ کسان د زرګرۍ، حکاکي او سنګ‌تراشي برخه کې کار کوي؛ دا چې دلته راغلې یم، خوښه یم.»

۲۱کلنه دیانا چې دوه کاله وړاندې یې، د لاسي صنایعو یو شرکت جوړ کړی او ۱۶مېرمنې ورسره کار کوي، وايي، افغاني لباسونه، بیکونه، لاسي صنایعې او نور توکي تولیدوي او بازار ته یې لېږي.

هغه وايي: «نندارتون زموږ د فرهنګ ښکارندوي کوي؛ یوازیني ځای چې ښځې په اسانه کولای شي، خپل محصولات وپلوري، همدا نندارتون دی؛ بنسټونه او خلک ترې لیدنه کوي او زموږ محصولاتو ته بازارموندنه کېږي.»

په دغه نندارتون کې د پروسس شوي محصولات، لاسي صنایع، کرنیز ماشینونه، د کورنیو تولیداتو ماشینونه نندارې ته کېښودل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست حکومت د اعلان له مخې، د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ او کورنیو تولیداتو په ۳۰م خزاني نندارتون کې ۲۶۳ غرفې نندارې ته وړاندې شوي چې ۵۶ غرفې یې، ښځو ته ځانګړې شوې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام