د باميان ولايت د ورس ولسوالي امنيتي چارواکي وايي چې پرون له غرمې وروسته د دې ولسوالي د چهار ناور کلي په تخت سيمه کې يوه ١٨ کلنه نجلۍ په مرموز ډول وژل شوې ده.

د ورس ولسوالي امنیه قومندان محمدسلیم مجاهد سلام وطندار ته وویل چې دا پېښه په مرموز ډول رامنځته شوې او لامل يې نه دی روښانه شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو وایي چې پرون د امنيه قومانداني او د څارنوالې استازي د پېښې ځاى ته تللي او د پېښې د څرنګوالي په اړه يې پلټنې پيل کړې دي. هغه زیاتوي: « د دې جلۍ مړی د لا زیاتو څېړنو په موخه عدلي طب ته وړل شوی.»

په همدې حال کې د ورس ولسوالي یو تن اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي چې د دې جلۍ له واده څخه یو کال تېرېده او یو ماشوم یې هم درلود. د هغه په وینا، دا جلۍ د خپل ورور بدلي وه او له خپل خاوند سره یې ستونزې لرلې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي: « دا جلۍ پرون په مرموز ډول ځان ځندۍ کړی او مړه شوې.» هغه وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او داسې کومه اداره نشته چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې او قضيې په قانوني توګه وڅېړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام