ملګروملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې افغانانو سره یې په بشري مرستو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی. سره له دې چې دغه سازمان وايي، ۳۸ میلیونه افغانانو سره مرسته کوي، خو د بودیجې کمېدو له امله به دغه کچه ۸ سلنې ته راکمه شي.
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلاموطندار ته وايي، د ملګروملتونو او د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدل، افغانستان کې پر بشري وضعیت منفي اغېز کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، هېواد کې ګڼ شمېر مرستندویه بنسټونه خپل فعالیتونه ځنډولي. د نوموړي په وینا، نړیواله ټولنه خپلو مرستو ته سیاسي اړخ ورکوي او هغه د سرپرسته حکومت له اقداماتو سره تړلي بولي.
ورته وخت کې اقتصادي شنونکي په دې باور دي، چې د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدل هېوادوال بېړني حالت سره مخ کوي او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو تامینولو پر وړاندې د هغوی د زیان لیدو کچه لوړوي.
بل اقتصادي کارپوه ایرج فقیري ټینګار کوي چې افغانستان سره بشري مرستې د لنډمهال لپاره دي او یوازې بېړنیو حالاتو کې ترسره کیږي، چې دغه کار د هېواد د اقتصادي پرمختګ په زیان دی.
هغه زیاتوي، د نړیوالو مرستو د دوام لپاره د اقتصاد وزارت باید ګټوره اقتصادي پالیسي غوره کړي، ترڅو افغانستان سره د نړیوالو مرستې دوام وکړي.
د ملګروملتونو د مرستو کمېدو او ناوړه پایلو څخه یې اندېښنې داسې مهال مطرح کیږي، چې د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار ویلي، ۷۰ سلنه افغان کورنۍ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو وړتیا نه لري.
د خوړو نړیوال پروګرام هم افغانستان کې بشري وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي، نژدې ۱۹ میلیون افغانان د لوږې سخت خطر سره مخ دي.