ځايي مسوولان وايي، دغه ولایت کې د شري ناروغي له زیاتېدو وروسته د یوې مرستندویه موسسې په مالي لګښت د لښکرګاه ښار ملکهثریا روغتون کې د شري ناروغانو لپاره نوې ۲۰ بستریزه څانګه پرانیستل شوه.
د هلمند د عامې روغتیا رئیس قاري مولوي فضلي احمد شفیع الله وویل، د شري ناروغانو لپاره د دغې څانګې په پرانیستل کېدو سره به، په غوره توګه د ناروغانو درملنې ته زمینه برابره شي.
د هغه په وینا، د ساري ناروغیو د درملنې لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د بېپولې ډاکټرانو ټولنې (MSF) په افغانستان کې ماشومانو کې د شري ناروغي د زیاتوالي په اړه یوه راپور خپور کړ.
دغه راپور کې ویل شوي وو چې یوازې په یوه میاشت کې، هرات، بلخ او هلمند ولایتونو کې د دې ادارې تر څارنې لاندې روغتونونو کې د شري ناروغي ۴زره پیښې ثبت شوې دي.
هغه مهال د عامې روغتیا وزارت یوه اعلامیه کې، افغانستان کې ماشومانو کې د شري ناروغي د زیاتوالي په اړه د بېپولې ډاکټرانو راپور رد کړی او ویلي وو، اسلامي امارت د ۱۶ میلیون ماشومانو لپاره له دې ناروغي سره د مبارزې لپاره یو منظم کمپاین پیل کړی.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمان په وینا، د بېپولې ډاکټرانو له ټولنې غواړي چې خپل راپورونه د حقیقت پر بنسټ وړاندې کړي، ترڅو د خلکو لپاره د اندیښنې لامل نهشي.