د غور روغتیايي مسوولان وايي، څه باندې ۷ میاشتې کېږي چې د دغه ولایت د کویډ ۱۹ روغتون د اسانتیاوو او د بودجې نشتوالي سره مخ دی چې له همدې امله هغوی اړ دي چې د ناروغانو درملنه د هغوی په کورونو کې وکړي.

د غور د کوویډ ۱۹ روغتون سرپرست عبدالرشید شهیر سلام‌وطندار ته وايي چې د سړې هوا او د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي له امله د کورونايي ناروغانو درملنه په کورونو کې کوي.

د شهیر په وینا، په کورونو کې د کورونايي ناروغانو درملنه د پام وړ پایلې نه لري. هغه زیاتوي، اکثریت ناروغان روغتیايي سپارښتنې نه مراعتوي چې له امله یې نورو ته د دغه ویروس د سرایت خطر زیات شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وایي: « مونږ بستر لرو، خو د ناروغانو درملنه په کورنو کې کېږي، ځکه د سون توکي نشته چې د ناروغانو خونې پرې ګرمې کړو. همدې امله هره ورځ مو دوه تر درې بستري ناروغان درلود چې په کورونو کې یې درملنه کېده. مشکلات ډېر دي چې له هغې ډلې ۶ میاشتې کېږي چې کارکوونکو معاشونه نه دي اخیستي دغه‌راز کافي دارمل نشته او مونږ هغه درمل چې مخکیني بودجې څخه پاتې و ناروغانو ته ورکوو.»

د غور د کوېډ۱۹ روغتون سرپرست وایي، څو ځله یې د کوویډ ۱۹ روغتون ستونزې محلي او مرکزي چارواکو سره شریکې کړي، خو د حل لپاره یې هېڅ اقدام نه دی شوی.

ورته وخت کې د غور یو شمېر اوسېدوونکي د کورونايي ناروغانو درملنې لپاره د امکاناتو له نشتون څخه شکایت کوي او له مسوولانو غواړي چې د کوویډ ۱۹ روغتون د داخل بستر فعالیت له سره پیل کړي، څو د دغې ناروغۍ د پراخېدو مخه ونیول شي.

د غور یو تن اوسیدونکی ذبیح‌الله وایي: « ناروغ مو لرل او د کویډ ۱۹ روغتون ته مو مراجعه وکړه، خو زمونږ ناروغ یې ونه منلو. ځکه وویل چې مونږ اوس ناروغان نه نیسو. تمه لرو چې غور کې د کویډ ۱۹ یا کرونا برخې ته جدي پاملرنه وشي څو پر کورونا اخته ناروغانو شمېر کم شي.»

د غور بل اوسیدوونکی خیرالدین هم وایي: « مونږ د ناچاری له مخې اړ شو چې خپل ناروغ کورته یوسو. له حکومت څخه غواړو چې د غور کویډ۱۹ روغتون ته رسېدنه وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د غور د عامې روغتیا سرپرست عبداللطیف رحیمي سره له دې چې د دغه ولایت کوویډ ۱۹ روغتون کې ستونزې مني خو وايي، ددغه روغتون د بېرته  فعالیت پیلېدو لپاره هېڅ روانې دي.

د غور روغتیايي مسوولان دغه ولایت کې د کورونایي ناروغانو په زیاتېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، تېرو شپږو میاشتو کې کوویډ ۱۹ روغتون ته تر ۲ زره زیاتو کسانو مراجعه کړې چې له دې ډلې د ۴۷۸ کسانو د ټېسټ پایله مثبته وه او پر دې ناروغۍ اخته ۵۰ کسان مړه شوي هم دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام