د هلمند د واشېر، ګرمسېر او موسی‌کلا ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي وايي، د روغتیايي خدمتونو د کمښت له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د واشېر ولسوالي د پساوو کلي اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د روغتیايي خدمتونو کمښت، امکاناتو نشتون او لارو خرابوالي له امله یوازې تېر ژمي کې څلور ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادو ولسوالیو اوسېدونکي له مسوولانو د روغتیايي خدمتونو د پراختیا غوښتنه کوي.

د واشېر ولسوالي د«پساوو» سیمې اوسېدونکي نازک‌میر وویل: «یوازې تېر ژمي کې زموږ کلي کې د لارې خرابوالي او روغتیايي خدماتو د نه‌لاسرسي له کبله، څلور تنه ناروغان مړه شوه؛ دا څلور پېښې په پساوو سیمه کې شوي.»

همداراز د دې سیمې یوه بل اوسېدونکي حاجي نعمت‌الله سلام‌وطندار ته وویل:«که چېرې دغه مشکل حل شي، هلته زموږ په ولسوالي او کلي کي ناروغ د ناروغۍ تشخیص وشي، یا تداوي وشي، دا زموږ لپاره سمه پاچاهي ده.»

ورته مهال د هلمند د موسی‌کلا ولسوالي اوسېدونکي د روغتیايي ستونزو ترڅنګ، خصوصي روغتونونو کې د درملنې له لوړو لګښتونو شکایت کوي. دوی له حکومته غواړي چې ولسوالي کې یې، معیاري خدمتونو برابر او خصوصي روغتیايي مرکزونه کنټرول کړي.

بل‌خوا د موسی‌کلا اوسېدونکي ضیاالحق وویل: «موږ موسی‌کلا ولسوالي کې کلینیک نه‌لرو، دلته چې راشو، له اووه څخه تر اته زره افغانۍ زموږ څخه مصرفیږي، خرڅ مو تر کرایې زیاتیږي، دلته لس پنځلش شپې انتطار کوو.»

د هلمند عامې روغتیا رییس سیداحمد سید ولسوالیو کې د ولسي وګړو روغتیايي ستونزې تاییدوي، خو د حل لپاره يې د دوامدارو هڅو ډاډ ورکوي.

د نوموړي په خبره، د هلمند نفوس ته په کتو شته روغتیايي مراکز کم دي او اړتیا ده چې ځینې فعاله روغتیايي مراکز خپلو خدماتو ته پراختیا ورکړي.

هغه وویل: «دلته باید ځیني روغتیايې مراکز څلوریشته ساعت شي او ارتقاء وکړي، ځیني روغتیايې مرکزونه باید د ډې ایچ په اندازه شي، د ولایتي روغتون بسترونه باید زیات شي، زموږ سپیني ساحي هغه وخت کنتروليږي چي زموږ روغتیايې مراکز ۲۸۸ ته ورسیږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هلمند د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، دامهال د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۳۲ روغتیايي مراکز فعالیت کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲زره ۱۰۵ مراجعه‌کوونکي لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام