د کابل اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي له کبله له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي چې د دوی ورځنی ژوند یې اغېزمن کړی دی.

د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې اوسېدونکي وایي چې د ښار د اوبو رسولو سېسټم څخه بې‌برخې دي او په وینا یې، اړ دي چې له تانکرو اوبو کار واخلي. دغه اوبه چې تر ډېره غیرصحي دي، د دوی په کورنیو کې د ناروغیو د زیاتوالي لامل شوې دي.

د کارته‌نو اوسېدونکی محمدالیاس وايي: «په هغه سیمه کې چې موږ ژوند کوو، څښلو پاکې اوبه نشته. زما ښځه او لور د غیرصحي اوبو د استعمال له امله ناروغې شوې، څو ځلې مو ډاکټر ته مراجعه کړې.»

د خیرخانې اوسېدونکې نازنین هم وايي: «زما خور ناپاکې اوبه څښلې وې او له همدې امله یې معدې درد کاوه. اوس موږ اوبه جوش کوو، ځکه د پاکو اوبو د اخیستلو توان نه لرو.»

د کابل ښار خیرخانې سیمې بله اوسېدونکې زهره وایي چې د پاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره باید څو ساعته په اوږدو صفونو کې انتظار وباسي. «زموږ د سیمې اوبه تریخې دي او کله چې له دغو اوبو کار اخلو، بېلابېل ناروغۍ رامنځته کېږي. ډېری وختونه موږ د اوبو د بندېدو له ستونزې سره مخ کېږو او اړ یو چې پاکې اوبه په لوړ قیمت واخلوو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ډاکټران هم خبرداری ورکوي چې د ګرمۍ په موسم کې د پاکو اوبو نشتوالی د ساري ناروغیو د خپرېدو یو مهم لامل دی. دوی وايي، د ککړو اوبو کارول په خاص ډول د ماشومانو او ښځو ترمنځ د نس‌ناستې ناروغۍ د زیاتوالي لامل کېږي.

د کابل د انټاني روغتون متخصص ډاکټر فرید وایي: «غیر صحي اوبو کارول کولی شي د کولرا، نس‌ناستې، ژړا ناروغیو او نورو ساري ناروغیو لامل شي. کله چې هوا ګرميږي او اوبه کمېږي، نو دغه ناروغۍ زیاتیږي.»

ډاکټران وړاندیز کوي چې د ککړو اوبو د استعمال مخنیوي لپاره باید اوبه یا خو پاکې او فلتر شي، او که فلتر ته لاسرسی نه‌وي، نو باید جوش کړل شي.

بل‌خوا د اوبو او برښنا وزارت ویاند مطیع‌الله عابد وايي چې د کابل ښاریانو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو په موخه د پنجشېر سیند د اوبو انتقال پروژه په لاره اچول کېږي. «امارت اسلامي پلان لري چې اوبه له پنجشېر څخه کابل ته راوباسي، همدارنګه د بند شاه او عروس اوبه کابل ته انتقالېږي. د بند شاه توت پروژه تخنیکي مطالعات بشپړ شوي او بودیجه ورته منظور شوې ده.»

په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو ټيټوالی او د اوبو رسونې سېسټم نشتوالی د دې لامل شوی چې ډېری خلک د پاکو اوبو په ترلاسه کولو کې له سختو ستونزو سره مخ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام