د کندهار ولایت یوشمېر اوسېدونکو نن د پاکستان له لوري پر خوست او کونړ د هوايي او توپچي بریدونو په غبرګون کې لاریون وکړ او دغه بریدونه یې پر افغان خاوره د پاکستان ښکاره تېری وباله.
لاریونوال وايی چي له دې وروسته به افغانان د پاکستان د کړنو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي او هر عمل ته به یې بالمثله ځواب ووايي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد لاریون کډونوالو مرګ پر پاکستان، مرګ د پاکستان پر غلامامو شعارونه ورکول او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې د دغه هېواد د بریدونو پر وړاندې چوپ پاتې نشي.
دغه لاریون کوونکو پر اسلامي امارت هم غږ وکړ چي باید د پاکستان د دغه ډول بریدونو پر وړاندې غلی پاتې نشي او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
لاریون د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مخ څخه پیل تر شهیدانو چوک پوري يې دوام درلود. له دې وړاندې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې هم د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې پراخ لاریونونه شوي وو.
دغه بریدونه په کور دننه او بهر کې وغندل شول او هغه یې د بشر ضد جنایت وباله. اسلامي امارت هم د دغه برید په غبرګون کې کابل کې د اسلامي امارت سفیر احضار کړی وو.
د تېرې شنبې په شپه پاکستاني ځواکونو د خوست او کنړ ولایتونو پر یو شمېر سیمو هوايي بریدونه وکړل چي په پایله کې یې له ۴۰ ډېر کسان ووژل او یوشمېر نور هم ټپیان شول.